کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د سنډې ټایمز ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې افغان ولس مشر حامد کرزې غواړي طالبان له القاعده جلا کړي.

ورځپاڼه د موضوع په دوام لیکي چې ولس مشر کرزي طالب مشرانو ته د هغوې لخوا د سولې د تړون د لاسلیکولو په صورت کې د دولتي پوسټونو وړاندیز هم کړې دې.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې د کوکنارو د کر د مخنیوي لپاره نوې تګلاره پلې کیږي.

ورځپاڼې خپله سرمقاله هم همدې مسلې  ته ځانګړې کړې خو پوښتنه يې کړې چې ایا نوې تګلاره به سمه پلې  شي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم وروستۍ بریا څیړلې او هغه يې د ملي هوډ ځیږنده بللې ده.

ورځپاڼې په یو بل خبر کې لیکلي دي چې متحده عربي امارات د افغانستان د بیارغونې په برخه کې پانګه ونه کوي.

ورځپاڼې افغانستان ته د امریکا د کانګرس د یو پلاوې د سفر خبر هم ورکړې او ددغه پلاوې په حواله يې لیکلي دي چې له ترورزم سره په روانه جګړه کې د افغانستان بریا د امریکا بریا ده.


د ارادې  خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د عمومي قومندان په حواله لیکلي دي چې د ځان په دفاع کې به په پاکستان حمله وکړي.

ورځپاڼې د برطانیې د لوې درستیز دا وینا هم راغستې چې په افغانستان کې جنګ پاې نلري او بهرني ځواکونه باید واک افغانانو ته ورکړي.

په ورځباڼه کې د افغانستان راتلونکو انتخاباتو او د هغې په وړاندې شتو ستونزو ته هم کتنه شوې ده.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په کابینه کې په العان شویو بدلونونو تبصره کړې او لیکل شویدي چې پدې بدلونونو کې قومي ملحوظات په پام کې ساتل شوي.

ورځپاڼې په ننګرهار ولایت کې د بندیانو د اعتصاب په اړه هم یو مطلب خپور کړې او لیکلي دي چې بندیانو خپلې خولې په ستن او تار ګنډلي دي.

په ورځپاڼه کې د هلمند د امنیتي چارواکو په حواله لیکل شویدي چې په ناد علي ولسوالۍ کې به پوځي عملیات تر هغو دوام وکړي چې طالبان پدې ولسوالۍ کې وي.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې په افغان کابینه کې راوستل شوي بدلونونه څیړلي او لیکلي دي چې دا د خلکو د غولولو یوه هڅه ده.

ورځپاڼې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د عمومي قومندان دا وینا راغستې چې ویلي په افغانستان کې به هرو مرو بریالي کیږي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په بدخشان کې په نشه يې توکو د روږدو کسانو په شمیر کې د زیاتوالي خبر هم ورکړې دې.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د ناټو د ځواکونو د قومندان په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او پوښتلي دي چې ایا ناټو نوښت له لاسه ورکړې دې.

خو اصلاح بیا په امنیتي ادارو کې د جرایمو په زیاتوالي او د قانون په تیریو  اندیښنه څرګنده کړې ده


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د قومي لښکرو د جوړولو لپاره د  امریکا په طرحې تبصره کړې او ویلي دي چې دا د یوې ناکامه تجربې تکرار دې.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو مسله راغستې او لیکلي دي چې د خبرو په فضا کې په جنوب کې جنګ تود شوې دې.

ورځپاڼې پخپل ځلورم مخ کې د پاکستان د مسلم لیګ ګوند د مشر نواز شریف په حواله لیکلي دي چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب کوي.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې هم په افغان کابینه کې راوستل شویو بدلونونو ته په اشارې د ملي شورا د یو شمیر غړو په حواله لیکلي دي چې دا بدلون ناوخته او ظاهري دې.

په ورځپاڼه کې د کورنیو چارو د مرستیال وزیر په نقل راغلي چې د افغانستان ګاونډیان  د نشه يې توکو په تولید کې اساسي ستونزه ده.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې هغه پیښه هم څیړلې چې پکې د بهرنیو ځواکونو هلي کاپټرې د بلخ ولایت په اړونده سیمه کې ښکته شوي او خلک يې زورولي.