کور / تازه خبرونه / عرب عيسويان كډو ته اړ سول

عرب عيسويان كډو ته اړ سول


د عراق په موصل ښار كي چي ډېرى وګړي يې عرب عيسويان دي په دې وروستيو كي له زياتو ستونزو سره مخ دي.
كه څه هم دغه عيسوي عربان له پېړيو پېړيو څخه دلته مېشت دي، خو له هغه راهيسي چي امريكا پر عراق يرغل كړى، له وجي يې د دې ښار عيسويان هم د بېلابېلو تندلارو ډلو له وسله والو بريدونو سره مخ دي، چي له امله يې په زرونو كورنۍ له موصل څخه كډي كولو ته اړوتي دي.
بلي خواته د عراق صدراعظم نوري المالكي د كورنيو چارو پر وزارت ږغ كړى چي د هيواد د عيسوي دين د پيروانو امنيت خوندي كړي او له همدې امله په موصل ښار كي تر زرو ډېر پوليس په عيسوي مېشتو سيمو كي ځاى پر ځاى سوي دي.