۷۵۰ هكټاره ځنګل د اور خوراك سو

34 | اکتوبر 13th, 2008



د امريكا د لاس انجلس ايالت د شمال ختيځو سيمو په يوه ځنګله كي د اور لګېدو له امله ۱۲ سوه كورنۍ زيامني سوي او محفوظو سيمو ته نقل سوي دي.
د لاس انجلس د ځنګلونو د ساتني او اور وژني اداره وايي د شنبې له سهار راهيسي د مځكي او هوا له خوا د اور  وژني عمليات روان دي، خو د تېزو بادونو له وجي اور نور هم پسي بلېږي.
د ځنګلونو د ساتني اداره وايي تر اوسه په ځنګله كي پر شاوخوا ۷۵۰ هټكاره مځكه ولاړي وني د اور خوراك سوې.

Copyright Larawbar 2007-2024