کور / تازه خبرونه / ګورباچوف: امريكا د تباهۍ پر خوا روانه ده

ګورباچوف: امريكا د تباهۍ پر خوا روانه ده


د پخواني شوروي اتحاد وروستى جمهور رئيس ميخايل ګورباچوف پر لوېديځو هيوادونو ږغ وكړ چي روسيې ته دي د جمهوريت درس نه وركوي.
ګورپاچوف وويل روسيه په ډېر ښه انداز د جمهوريت او ديموكراسۍ پر لار روانه ده، چي تر اوسه له خورا ډېرو مزلونو څخه تېره سوې ده، موږ ته په دې باب د لوېديځ د مرستو اړتيا نسته.
پخواني جمهور رئيس وويل د لوېديځوالو چي په سر كي يې امريكا ده مرستي په دې باب روسيې ته تر ګټي زيانمني تمامېږي.
د اېټاليا له يوې ورځپاڼي سره ګورباچوف په يوه مركه كي وويل د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته امريكا په دې خوشبيني كي لوېدلې چي سوړ جنګ يې وګاټه او په نړۍ والو د خپلي خوښي فيصلې په زوره منلاى سي، خو دنيا په دې ښه پوهېږي چي په حقيقت كي په نړۍ كي د روانو كړكېچونو جرړه امريكا ده.
ګورباچوف زياته كړه چي په افغانستان او عراق كي د امريكا ناكامۍ او اقتصادي تاوانونه ښيي چي امريكا خود بخوده د تباهۍ پر خوا روانه ده.