کور / تازه خبرونه / سورصليب: له طالبانو سره زموږ مرسته نوې نه ده

سورصليب: له طالبانو سره زموږ مرسته نوې نه ده


د سره صليب نړيوالي اداره وايي له طالبانو سره د دوى مرسته نه د حيرانتيا وړ ده او نه هم دا كومه نوې خبره ده.
د دې ادارې چارواكو وروسته له هغه پورتنۍ څرګندونه وكړه چي تېره اونۍ د ناټو ځواكونو له طالبانو څخه په نيول سوې سيمه كي د سره صليب د نړيوالي ادارې خواړه او دارو درمل او د بشري مرستو نور مواد وموندل.
د سره صليب چارواكي وايي چي دا په تمامه مانا يوه بې طرفه اداره چي په نړيواله كچه په جګړه كي د ښكېلو اړخونو سره بشري مرستي كوي او جنګي ډلي د جګړې پر وخت د ملكي كسانو، جنګي بنديانو او جګړه ځپلو سره بشري مرستو ته اماده كوي.