ګرديز كښي په لمړي ځل كابل بانک په فعاليت پيل كړ
نن د تلې په ۲۲ د پكتيا ولايت په مركز ګرديز كي كابل بانګ خپله څانګه پرانيستله ، په همدي مراسمو كي چي نن سلا كار وزير او پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد برخه اخيستي وه د پټې په پريكولو سره يي وويل: زه د پكتيا ولايت ټولو وكړو او په ځانګړي توګه د ګرديز ښار اوسيدونكو ته د سودا ګرۍ او پانګې په برخه كي د كابل بانك فعاليدل يو ستر زيرۍ بولم او ټول پكتيا وال وروسته له دي كولاي شي لكه د نورو هيواد والو په څير د كابل بانك له آسانتياوو برخمن شي.
د پكتيا د والي وياند روح الله سمون وويل مخكي له دي په پكتيا كې هيڅ ډول خصوصي بانكونو فعاليت نه درلود او يواځي د افغانستان بانك ښاري څانګه فعاله وه او بس ، ولي د پكتيا والي ښاغلي همدرد په هڅه او هاند باندي دا دي نن كابل بانك ښاري څانګه پرانيستل شوه او په ډير نږدي كې به د عزيزي بانك د فعاليدو شاهدان واوسو. په هيواد كي د كابل بانك دا څلور پنځوسمه څانګه ده چي فعاليږي. د ګرديز ښاريان د كابل بانك له فعاليدو ډير خوښ ښكاريدل او د پكتيا والي له ټولو هڅو څخه يي منندويي ښودله ، يوه تن قومي مشر ښاغلي مولوي حبيب الله منګل وويل : د همدرد ټولي كړني په پكتيا كي مونږ ستايو ، او د ده په وجود كي انشا الله پكتيا به له سيالانو سره سياله شي.