جنرال وردک : ښورښیان خورا مجهز او ماهر سوي دي
اسوشیټیډ پریس د کابل څخه خبر ورکوی چی د دفاع وزیر جنرال رحیم وردک په یو مطبوعاتی کنفرانس کی وویل چی ښورښیان تر پخوا ډېر وسلوال او پیشرفته سوي دي . ده ادعا وکړه چی : تروریسټانو چی مخکی په عراق کی جنګ کاوه اوس افغانستان ته مخه کړې ده . ده زیاته کړه چی پدې کی شک نسته چی هغوی تر پخوا ښه مجهز دي ، عالی روزنه یې اخیستې ، ډېر پرمختللي دي ، او انتظام یې بهتر سوی دﺉ . د افغانستان په ختیځ کی امریکایی قوماندان جنرال جیفری شلوسر هم تېره میاشت ادعا کړې وه چی ګڼ شمېر بهرني جنګیالي ( لکه عربان ، چچنیا وال او نور ) د عراق پر ځای افغانستان ته را مات سوي دي . ده ویلی وو چی د جنګیالیو ویب پاڼی هغوی هڅوی چی د عراق پر ځای افغانستان ته ولاړ سی . سږ کال په افغانستان کی ۴۷۰۰ کسان وژل سوي چی په دې کی ۲۴۲ بهرني پوځیان دي .