کور / تازه خبرونه / د کرکټ اتله ملي لوبډله هېواد ته ستنه شوه

د کرکټ اتله ملي لوبډله هېواد ته ستنه شوه

د هېواد د کرکټ اتله ملي لوبډله چې د افريقايي هېواد تانزانيا په سياليو کې يې اتلولي ترلاسه کړې وه، د تلې په ٢٤مه، هېواد ته په داسې حال کې راستنه شوه، چې سلګونو کسانو يې په ډولونو او اتڼونو هرکلى وکړ.
ملي لوبـډله نن سهار د لسو بجو په شاوخوا کې د کابل نړيوال هوايي ډګر ته راورسېده، په هوايي ډګر کې د کابينې يو شمېر غړي ، د ملي شورا استازي ، د ملي اولمپيک کمېټې او د کرکټ دفدراسيون چارواکي او سلګونه مينه وال يې هر کلي ته راغلي وو.
د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د کرکټ لوبو سلګونه مينه وال راغلي وو ، په اتڼونو او ډولونو يې خپله خوښي څرګندوله .
د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان يا مشر نوروز منګل په هوايي ډګر کې : (( زه خپله خوښي نه شم څرګندولى.))
هغه له هېواد والو مننه وکړه چې ددوى تود هرکلى يې وکړ او ويې ويل چې دغه بريا يې د الله تعالى په مرسته او دهېواد والو په دعاګانو لاسته راوړې ده .
د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي په دوو موټرو کې سپاره کړل شول او د لسګونو نورو موټرو سره چې د هېواد ملي بيرغونه پرې رپېدل دملي اولمپيک کمېټې جمنازيوم ته راوړل شول .
په جمنازيوم کې جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کولتور وزارت مرستيال غلام نبي فراهي د ياد شوي وزارت د ځوانانو مرستيال محمد ظاهر غوث ، د ولسي جرګې مرستيال عبدالستار خواصي، د پارلمان يو شمېر غړيو، لوړو پوړو دولتي چارواکيو او نورو خلکو ګډون کړى وو .
د کرکټ دفدراسيون پخوانى رييس او اوسني سرپرست شهزاده مسعود پخپلو خبرو کې د تانزانيا په سياليو کې د بريا په ترلاسه کولو د ملي لوبډلې ستاينه وکړه.

د فدراسيون رييس الله داد نوري په دې بريا ولسمشر حامد کرزي، ملي شورا او ټولو هېوادوالو ته مبارکي وويله.
هغه له يوه شمېر شرکتونو څخه مننه وکړه، چې د ملي لوبډلې د تګ راتګ لګښتونه يې پر غاړه اخيستي وو .
د کرکټ د ٢٠١١ زيږديز کال د نړيوال جام د غوراوي په څلورم پړاو کې چې څو ورځې مخکې په تانزانيا کې ترسره شوه، ملي لوبډلې د پنځو پرله پسې لوبوپه ګټلو او په پاى لوبه کې هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو سره د څلورم پړاو اتلولي ترلاسه کړه .
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله چې اوس يې در يم پړاو ته لاره موندلې، په دې پړاو کې به له پنځو نورو هېوادونو سره په ارجنټاين کې مخامخ کېږي .