کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورخپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې ایران  بیرته شمالي ټلواله راژوندۍ کوي.

ورځپاڼه د موضوع په دوام لیکي چې ایران غواړي د شمالي ټلوالې پخواني غړي د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې  د یو کاندید په غوره کولو راضي کړي او هغه ته کمپاین وکړي.

په ورځپاڼه کې د افغان کډوالو په وړاندې د ایراني چارواکو د چلند په اړه هم تبصره شوې او د یو ایراني چارواکي په نقل لیکل شویدي چې په روان کال کې له درینیم لکو نه زیات افغانان له ایران نه شړلي دي.

ورځپاڼې په افغان کابینه کې راوستل شویو بدلونونو ته په اشارې پخپله د ولس مشر کرزي په حواله لیکلي دي چې دا بدلونونه ضروري وو.


د هیواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې په یو مطلب کې لیکلي دي چې په هلمند کې د وسلوالو یو وژل شوې قومندان پاکستانې افسر وو.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د وزیرانو د شورا غونډې ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې په کابینه کې راوستل شوي بدلونونه د چارو د ښه سمون لپاره دي.

ورځپاڼې خپله سرمقاله  په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره روانو هڅو ته ځانګړې او لیکلي دي چې د سولې خبرې او تفاهم د نظام د کمزوره کیدو مفهوم نلري.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک هغه سمینار ته ځانګړې کړې چې دین په معاصره نړۍ کې تر عنوان لاندې جوړ شوې وو او ددغه سمینار په حواله يې لیکلي دي چې مذهب کولې شي سوله راولي.

ورځپاڼې  د ناټو د ځواکونو د عمومي قومندان په نقل دا هم لیکلي دي چې په افغانستان کې روان جنګ له ماتې سره ندې مخ.

په ورخپاڼه کې د نیمروز ولایت د اوسیدونکو دا ګیله هم راغستل شوې چې په دغه ولایت کې د بیارغونې پروژې نه پلې کیږي.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې د دولت او طالبانو ترمنځ د تفاهم امکانات څیړلي دي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د سولې لپاره روانو هڅو ته کتنه کړې او دا پوښتنه يې کړې چې ولې افغانان د سولې لپاره څه نشي کولې.

ورځپاڼې خپله سرمقاله په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه د لویدیځ د یو شمیر  چارواکو څرګندونو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې دا هغه روانې جنګ دې چې فایده يې طالبانو ته رسیږي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د کولرا ناروغۍ په خپریدو تبصره کړې او لیکلي دي چې له دې ناروغۍ سره مبارزه چټک اقدام ته اړتیا لري.

حو اصلاح بیا په افغانستان کې د رواني ناروغیو عواملو ته ګوته نیولې او ویلي دي چې په افغانستان کې ددې ناروغۍ یو اساسي علت روانه جګړه ده.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په کابل کې  د کاناډا د یوې ښځینه خبریالې تښتولو ته په اشارې د جنرال پکتیاوال په حواله لیکلي دي چې دې میرمنې پرته له دې چې پولیسو ته خبر ورکړي د هلمند ولایت د کډوالو کمپ ته ورغلې وه.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې په دولتي رسنیو دا انتقاد کړې چې د ولس مشر کرزي د ورو احمد ولي کرزي په خدمت کې دي.

په ورځپاڼه کې  د خوراکي موادو د کمښت په اړه په یو مطلب کې د بدخشان د ولایتي شورا په نقل لیکل شویدي چې په دغه ولایت کې خلک د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي.


د پیمان نا دولتي ورخپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د قومي لښکرو د جوړولو په طرحې تبصره کړې او لیکلي دي چې د دولت د بقا لپاره د ملیشو جوړول وروستۍ طرحه ده.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د اتاوا سیټیزن ورخپاڼې په استناد په یو مطلب کې لیکلي دي چې د سره صلیب نړیواله کمیټه طالبانو ته دارو درمل ورکوي.

ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې د پاکستان د ملاتړ مسله راغستې او لیکلي دي چې دا کار په سیمه کې د ځواک انډول له منځه وړي.