کور / راپور / دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر اوونیزه غونډه

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر اوونیزه غونډه

د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر اتلسمه اوونیزه غونډه د تلې په شلمه د استقلال لېسې په تالار کې د ګڼو نجونو او مېرمنو په ګډون د ماسپښین له یوې نیمې تر څلورو بجو جوړه شوه.


دغه غونډه چې آغلې ذوالفنون بره کي چلوله تر هر څه دمخه  په افغانستان کې د جنوبي اسیا د ازادو رسنیو د ټولنې یا سفما د ښځو د څانګې د انتخابي رییسې په تو ګه دمیرمن بهیر دکار ډلې د تکړه غړې دل افروز ځیرک د ټاکل کېدو مبارکي ورکړ شوه. 


بیا خاطرې اسحاقزۍ د تېرې غونډې رپوټ ولوست دغونډې بله برخه د بهیر کاري مسلو ته ځانګړې شوې وه ، پدې برخه کې یو ځل بیا په غزني ولایت کې د مېرمن بهیر د څانګې په پرانستل کېدو خوښي څرګنده شوه او وویل شول چې د بهیر دغه څانګه به په هرو پنځلسو ورځو کې یو ځل غونډې کوي دغه راز وویل شول چې په بلخ او پکتیا کې هم د مېرمن بهیر د څانګو د جوړېدو هڅې روانې دي. 


بیا د بهیر لخوا د ښځو د اثارو په چاپ خبري اترې وشوې ځینو بهیروالو ویل چې یوازې هغه اثار چې د بهیر غړي یې خلق یا برابروي باید د مېرمن بهیر لخوا چاپ شي خو د ښځو لیکوالو د کموالي او د هغوی دهڅونې لپاره وپتییل شوه چې د ښځو اثار که د بهیر غړې وي که نه چې د چاپ ارزښت ولري وروسته له کتنې به د مېرمن بهیر لخوا چاپېږي.


    په غونډه کې یو ځل بیا د وب سایټ په اړه تودې خبرې وشوې ښاغلي علم ګل سحر چې تر ډېره د وب سایټ په جوړولو کې له مېرمن بهیر سره همکار پاتې شوی وویل چې د بهیر غړي باید  وب سایټ ته د مطالبو په برابرولو کې پوره هڅې وکړي ښاغلي سحر د وب سایټ لپاره د فریبا سوله مل او خاطرې اسحاقزۍد هڅو ستاینه وکړه چې د کره کتنې او شعرونو برخې ته د مطالبو د برابرولو دنده لري.دغه راز په غونډه کې د ښاغلو فریدون الهام او مجیب لودین د مرستو او هڅو ستاینه وشوه چې د میرمن بهیر د ویبپاڼې په جوړولو کې یې نه ستړې کیدونکې هڅې کړې دي .


د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په اتلسمه غونډه کې بهیر ته د نورو ښځو او نجونو په راجذبولو هم خبرې وشوې او د یوه بروشور په چاپولو ټینګار وشو دغه راز په لاندې ډول  څلور ډلې وټاکل شوې چې بهیر ته د نورو ښځو په راجذبولو کې عملي هڅې وکړي .


دپوهنتونونوپه برخه کې لینا شریفي ، شاکره رشیدي ، راحله نوري ، خاطره شینوارې، رابعه غرشین ماریا نعیمي او ماریا صدیقي.

په ښوونځیو کې حمیرا کاوون، سپوږمۍ نوري ، دل افروز ځیرک،حمیرا کاوون،شیرین مجددي، ګلالۍ پوهیار،نفیسه ستانیکزۍ ،سوله نیازۍ او لطیفه وردګ.

دولتي ادارو په برخه کې  انجنییره راضیه نعیمي ،ساهره شریف،آلینا راسي، هوسۍ اندړ، پلوشه او زرغونه رحمتي.

درسنیو او موسساتوپه کې  طوبا ندا، دل افروز ځیرک ، خاطره اسحاقزۍ ماریا نیازۍ ،فریبا سوله مل،شیمااندړ، او مینا مسعوده.


د یادو شویو مسایلو ترڅنګ د سیمینارونو د جوړولو په موضوع هم خبرې وشوې اغلې دل افروز ځیرک وویل چې بهیر باید د سیمینارونو او ترنینګونو جوړولو ته پام وکړي هغې زیاته کړه چې په هره اونیزه غونډه کې باید په نوبتي ډول د بهیر غړې د یوې موضوع په اړه مطالعه وکړي او بیا دې راټول شوي معلومات په راتلونکې غونډه کې نورو ګډونوالو ته وړاندې کړي چې د ټولو لخوا دغه نظر ومنل شو او راتلونکې اوونۍ لپاره لینا شریفي ته دنده وروسپارل شوه چې د غزل په جوړښت به خبرې کوي.

دغه راز وړاندیز وشو چې بهیر به اونیز ، میاشتنی او درې میاشتنی پلان جوړ او عملي کوي او په هرو درېو میاشتو کې به د یوه سیمینار په  جوړولو کار کوي .

طوبا ندا وویل چې د دغسې پروګرامونو د عملي کولو لپاره بهیر مالي امکاناتو ته اړتیا لري خو ښاغلي ډاکترخوشحال روهي ډاډ ورکړ چې د مېرمن بهیر د هر پروګرام د عملي کولو لپاره داسې کسان شته چې مالي مرسته ورسره وکړي . وروسته بیا د مېرمن بهیر لخوا د عکاسۍ یا فوتو ګرافۍ د ترننګ د پروګرام په جوړولو خبرې وشوې دل افروز ځیرک ، لینا شریفي او طوبا ندا ته په ترتیب له ګویته انستیتوت، د افغانستان له قلم ټولنې او د فرانسې له کلتوري مرکز سره دغه پروګرام ته د هغوی د مرستو د راجذبولو دنده وسپارل شوه چې په راتلونکې غونډه کې به دوی د خپلو هڅو نتیجه اعلانوي .


دغه راز پدې غونډه کې د مالي مرستو د جذبولو لپاره یوه څلور کسیزه ډله چې ساهره شریف، انجنیر را ضیه نعیمي ،دل افروز ځیرک او فریبا سوله مل شامل دي وټاکل شوه.


د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر د اتلسمې اونیزې غونډې زیاته برخه کاري مسایلو ته ځانګړې شوې وه خو د غونډې په وروستۍ برخه کې مشاعره هم وشوه چې د سپوږمۍ نوري په دوو نویو غزلونو پیل شوه ، وروسته بیا زرغونې رحمتي، طوبا ندا، خاطرې اسحاقزۍ او خاطرې شینوارې یو شمیر نورو خویندوخپل شعرونه او ادبي ټوټې ولوستې.


غونډه د مازدیګر په څلورو بجو د بهیر د فعالیتونو د پراختیا او لا نورو بریاوو په هیله پای ته ورسېده.