کور / شعر / زرلښته حفيظ ته ډالۍ

زرلښته حفيظ ته ډالۍ

ته د رنګونو خاپيرۍ د پسرلو هنګامه
زما دزړه دباغچې ګل دارمانو تلوسه
رنګين دونيا دې راته ستادخاطرو منظره
ښايسته ارمان دې زمادخوارو ولسونوکيسه
ستاکنړسيند ته مې سلام دښاپيرو ملکۍ
ته د و طن د مينې هيلو ته ارزو ملکۍ
ته چې وطن لپاره ژړاې دوعاګانې کوې
افغان اولس ته بياد سولې زاريګانې کوې
په سرسرتوره مشې ګل اوسې بهار اوسې
ښايسته بلبلې  شملګۍ دننګر هار اوسې
د حسين خيل پښتون ارمان ته يوه اثره يې ګلۍ
د وطن ننګ کې د ملالۍ خاطره يې ګلۍ