کور / طنز / ژوندي دي وي زموږ پمن سپي!

ژوندي دي وي زموږ پمن سپي!

د سپو مظاهره وه مخي ته يې يو نامتو سپیوان چې لیکه لرونکي دریشي يې اغوستې اوسره نیکتایي يې تړلې وه رهي وو او په انګريزي یې ویل : موږ بهرني سپي نه غواړو! ژوندي دي وي زموږ پمن او ګرګي سپي !
او کورنيو پمنو سپو به دا شعار په انقلابي غپلو بدرګه کاوه. او ویل يې : عف – وف (کفن یا وطن)
ښاروالي د اوښکو بهیونکي ګاز پر ځای یو څو هډوکي ور وغورځول؛ ټولو مظاهره پرېښووله او د نس په جنجال اخته شول

دسپو د مظاهرې اصلي کیسه داسې وه، دنشه يې توکو قاچاقبرانوهغوی د وعدو په زور را پارولي وه چې پر بهرنیو سپو بد و وایي.
د زورورومیلتونو د راپور له مخي چې زورور میلتونه نه شوای کولا بې وسه نړیواله مافیا په خپلو هیوادو کې خپه کړي او نشه یې توکي په خپلو خوارو هیوادو کې بند کړي نو غښتلي افغانستان ته یې مخه وکړه چې دلته زورور ه افغاني مافیا او ماړه بزګران خپه کړي.

نو زورورو میلتونو سل بهرني  دستر جنرالي د رتبې سپي د پنځو تنو د مارشالي د رتبې سپیوانان؛ د يو کال تیارو پخو خوړواوبوتلي منرالي اوبو وافغانستان ته د مرسته شوو پیسو په لګښت راواستول ،چې افغاني مافیا خپه کړي نود ښار په پنځو اډو(هډو) کې د هغو لپاره کمود لرونکی پوستې جوړي شوې.
 د هر موټر په درولو سره سم به پازوال سپیوان لکه د سرکس ناټکي د يو سپي پزې ته دستمال ونيوی بيا به يې هغه د موټر خوا ته خوشي کړ ؛ هغه به د موټر په بویولو سره د دنشه يې توکو د پټولو ځایو ته وغپل ،مسؤل سپیوان به پر هغه ځاي سره چليپا کش او نورو کارمندانو به هغه ځاي د مستريانو په واسطه خلاص او مواد به يې راویستل او مجرمان به يې ونيول.
افغاني مافیا د دې سپو نه په عذاب شول  نو په شورا کې يې بیړنۍ غونډه وکړه او و  يې وپیتیله چې د بهرنيو سپو پر ضد دی د کورنیو پمنو سپو مظاهره جوړه کړي نو ځکه اوس دا مظاهره وه
هغوی ویل:
بهرني سپي ولي هډوکي نه خورئ؟ دوی زموږ دود او دستورخرابوی دا باید ژر له هیواده ووځي دا سپي سپیتوب ته ګواښنه ده موږ په پوخو خواړو او منرالي اوبو زوږدوي. موږ په کمود او کاغذ اموخته کوي توبه توبه
آیا اې واکدارانو تاسو موږ ته  لکه هغوی د بوتل اوبه راکولای شئ؟
آیا موږ ته د پسه د ورانه د غوښو په ژړو غوړو کې پاخه شوی خواړه راکولای شئ ؟
آیا موږ ته د مارشالي او جنرالي رتبې او دالری تنخواه راکولی شئ؟
کنه نو ژر دا سپي وباسئ، چې زموږ ذهنیت خراب وي زموږ غرور را پاروی…
خو ښاروالي د اوښکو د ګاز پر ځای د هډوکو نه کار واخیست اومظاهره په مجادله بدله شوه
خو ددولت ځواب هو وو  دولت ویل موږ له ویرې دا ټوله شیان سپو ته ورکړي او ورکوويې نو ځکه دا مظاهره بې ګټې پای ته ورسیده

خو خواري بهرنۍ مافیا  زوروري افغاني مافیا ته احوال واستوی  چې بهرني سپي یوازې په بوی پوهیږی د ذرې او خروار توپير کولی نشي .
 نو افغاني مافیا د سپو د بدنامولو لپاره یو ورځ د تاریاکو د پټولو پر ځای مازي د تریاکو اوبه د موټرانو پر خرابو پرزو وموښلې او موټران يې د خوسا شوو میوو بار کړل او د پوستو مخې ته يې ودرول
د دوی د شکایت په پار  د ارګ دکمیسیون غړی هم راغلي وه او ولاړ وه چې دا ستونزه له نژدې وویني.
 بهرنیو سپيو(سولنډي) چې به پزه کش کړه ګردي سترګې به يې د هرې لندې پرزې په ليدواو بوي کولو د خوشالۍ وبرېښیدې نه په غپا به شوه ان د ډیرې غپا به یې ضعف وکړ، مستريانو به موټر پرزه پرزه کړ خو مواد به ونه موندل شول
افغاني مافیا د ډهل او سورنا سره نارې او چیغې وهلی: دا ځنډ او ډيل زموږ ميوې خوسا کوئ. زموږ صادرات خرابوئ زمور اقتصاد خرابوی زموږ قاچاق خرابوی…
 نو دا علت وو چې بهرني سپي واپس شول ځکه هغو د تریاکو او د هغه د اوبو تر منځ توپير نه شوي کولاي. او هم يې د کورنیو پمنو سپو دود او عنعناتوته ګواښنه وه.
 او پر ځای يې کورني پمن سپي وګمارل شول هغوی د خپل  دود په اساس یوازې هډوکو ته غپل
له سپو سره د وعدې په اساس کرار کرار سپو ته هم رتبې ورکول پيل شول
ان تر مارشال خډل خان خروړی،بریدجنرال کوټه غرږی …
بیا دې افغاني مافیا  د عف وف په نامه ګوند جوړ او هغه يې په وزارت بغلاوه کې ثبت کړ او د هغو مشر  مارشال خډل خان خروړی يې د چپنې ریاست ته کاندید کړ اوڅو بې تناوه سوتڼان یې د مرلۍ شورا ته کاندید کړل چې په راتلونکی کې په قوانینو کې د هغو دحق ساتنه وکړی.