کور / هستوي فزيک / دسږکال فزیک نوبل جایزه جاپاني فزیکپوهانو ته ورکړه شوه

دسږکال فزیک نوبل جایزه جاپاني فزیکپوهانو ته ورکړه شوه

دجرمني هیواد، نېټه : ۱۱ /۱۰/٢٠٠٨

 داکټوبرمیاشتې په شپږمه نیټه د سویډن هیواد دنوبل جایزې علمي کمیسیون دسږکال نوبل جایزه د بڅرکوفزیک (particle physics) په څانګه کې دووجاپاني فزیک پوهانوهریو Toshihide Maskawa او Makoto Kobayash اوپه جاپان کې زیږیدلی امریکايي فزیک پوه Yoichiro Nambu ته ور کړه . دنوبل جایزې علمي کمیسیون نوموړي فزیک پوهان ځکه مستحق وګڼل چې هغوی وکولای شوه چې دکائیناتودپيدايښت اودمادې دجوړښت په تړاو بنسټیز نوي مالومات رابرسیره کړي . دبیلګې په توګه امریکايې فزیک پوه Nambu په دې بریالی شوچې دبڅرکوفزیک په قوانینوکې داسې یوه کړنلاره کشف کړي چې دناڅاپه مات شوی تناظر spontaneous broken symmetry په نامه سره یاديږي . همدارنګه جاپاني فزیک پوهانوهریوه Kobayashi اوMaskawa لا ډیرپخواوړاندوینه کړې وه چې په طبیعت کې ددوونوروپيژتدل شووټولګیوبرسیره درېیم ټولګی (نسل) ذرې هم شتون لري چې دکوارکونو quarks په نامه سره یاديږي . په درېیم نسل کوارکونوکې دطبیعت مهم قوانین لکه تناظرماتیږي اونه مراعات کیږي . همدارنګه نوموړوفزیک پوهانود یوې بلی خنثې ذرې K-Meson رادیواکتیوتجزیه وڅیړله اوثبوت کړه چې دلته هم دتناظرماتوالې صورت نیسي . په طبیعت کې دتناظرقانون ناڅاپه ماتیدنه کیدای شي چې بنسټیز ذروته دکتلې ورکولولامل ګرځیدلای وي .

 

په ۶ /۱۰/ ۲۰۰۸ نیټه د سویدن نوبل جایزې علمی اکادمي اعلان وکړچې درې جاپاني فزیک پوهان دبڅرکوفزیک په څانګه کې دنوبل جایزې مستحق دي .


کوارک یوه داسې بنسټیزذره ده چې دپروتون اونیوترون ذرې ورڅخه جوړې دي . د۱۹۶۴ زکال څخه راپه دې خوافزیک پوهان دمادې ترټولوکوچنی ذره اتوم نه ګڼي بلکې کوارکونه اوالکترونونه دمادې دجوړښت بنسټیزذروپه صفت پيژندل شوې دي . په ۱-شکل کې دمادې بنسټیزجوړښت ښوول شوی دی .

هره ماده داتومونوڅخه جوړه ده داتوم هستې په ښاوخوا الکترونونه راڅرخي داتوم هسته دپروتونواو نیوترونوڅخه جوړه ده پروتون ددوو پورته کوارکونو اویوه ښکته کوارک څخه جوړدی . 
 


دنوموړوفزیک پوهانوپه اند مات شوی تناظر ددې لامل ګرځیدلی چې زموږ ځمکه ،ستوری اوکیهان لاتراوسه شتون لري . داځکه چې لږڅه څوارلس ملیارده کاله پخوا لوی درز یاپه بله وینا لوی ټس (Big Bang) ترسره شو. په دې ترځ کې ماده matterاوضدماده antimatter باید په مساوي اندازه منځته راغلې وي . نن ورځ موږپوهیږوچې که ماده اوضدماده سره یوځای شي نویوبل بیخي دمنځه وړي . لکه یوپوزیترون Positron چې دیوه الکترون Electron سره یوځای شی نوددواړوکتله دمنځه ځي اوپه انرژي اوړي . دپورته ویل شووڅخه دانتیجه اخلوچې دلوی ټس نه وروسته بایدچې ماده لکه ځمکه ،ستوري ،سیارې اوکیهان اوپه پای کې موږانسانان هیڅ موجودنه وای . بلخواپه کیهان کې دضدمادې ثبوت هیڅ شتون نه لري . پوښتنه داده چې دومره ډیره ضدماده څه شوه ؟ داسې اټکل کیږي چې دلوی ټس سره سم د کوم ناڅرګنده لامل له کبله دمادې اوضدمادې ترمنځ تناضر symmetry مات شوی دی اودطبیعت نظم يې وران کړی دی .

دشلمې پيړی ترنیمايي پورې فزیک پوهانوداسې فکرکولوچې دطبیعت قوانین متناظر شکل لري . په دې مانا چې هره یوه ذره یوه ضدذره لري . دبیلګې په توګه پروتون یوضدپروتون ، اوالکترون یوضدالکترون لري چې دپوزیترون په نامه یادیږي . همدارنګه که څوک خپل مخ په هنداره کې وګوري نویوتناظرپکې پيژندلای شي . خوکله چې په ۱۹۵۶ زکال کې دکوبالټ ۵۹ رادیواکتیوعنصرطبیعي تجزیه وڅیړل شوه نومالومه شوه چې په نوموړې تجزیه کې ازادشوی الکترون تل ځانته یوټاکلی سمت غوره کوي . په ۱۹۸۰ زکال کې دبڅرکو دچارجونوتناظرماتوالی ثبوت شو . په دې مانا چې په فزیک کې داسې قوانین شته دي چې هلته دتناظرکړنلاره نه مراعات کیږي .

دتناظرکلمه په حقیقت کې دریاضي څخه راغلې ده . یوهندسي جسم دڅرخیدلو، بې ځایه کولو،اویا په هنداره کې انعکاس ورکولوپه تړاو هغه وخت تناظر لري ،کله چې دجسم ټولې نقطې دنوموړوعملیوپه واسطه پخپل ځان کې ربط ورکړای شي mapping .

په ۱۹۶۰ زکال کې تجریووښودله چې ددې امکانات شته دي چې یوه بنسټیزذره په بله بنسټیزذره واړول شي . خوپه دې ترځ کې یوه ډیره حیرانوونکې پیښه هم په ډاګه شوه چې تراوسه پورې فزیک پوهان ورباندې نه پوهیدل . په دې ماناچې تجریووښووله چې یوه بنسټیزذره چې دمیون Myon په نامه یادیږي په ډیره اسانی اوډیرسرعت سره په الکترون اوړي . په داسې حال کې چې دکوارک ذره په ډیره ستونځه اولږسرعت سره په بل کوارک اوړي . دنوموړو‌ذروترمنځ دسرعت توپير ځکه منځ ته راځي چې دسرعت نه برابروالي ستونڅه اوس د Kobayashi او Maskawaماتریکس تیوري په اساس حل شوه . دنوموړې تیوري له مخې په یوه بل باندی دبنسټیزذروداووښتلو سرعت توپير ځکه شتون لري چې په طبیعت کې دناڅاپی تناظر ماتیدنه صورت نیسي .

داسې اټکل کیږی چې دلوی ټس نه سمدلاسه وروسته کیهان ډیرتود اومتناظر ه بڼه درلوده . په دې وخت کې کیهان متجانس شکل هم درلود. خوڅومره چې کیهان دوخت په تیریدلوسره سړیدلوپه همغه کچه یې متجانس اومتناظرخواص دلاسه ورکړل . بلخوا دکیهان دپیدايښت په وخت کی دتودوخې درجه ډیره لوړه وه اودوخت په تیریدلوسره يې کمښت وموند . په پایله کې بڅرکوخپل متناظر جوړښت یوه ناڅاپه دلاسه ورکړ. د تیوري نوموړې موډل داسې هم اټکل کوي چې ګڼه کتله هغه مهال منځ ته راغله کله چې دهیګ ساحې Higgs field خپل تناظر وبایله.

د۱۹۶۰ زکال نه ترمخه داسې فکرکیدلوچې دفزیک ټول قوانین . په خپل حال پاتې کیږي که څه هم وخت ،مکان ، او په فضاکې دهغوی د محورونه موقعیت دړومبي حالت په پرتله بدلون ومومي . په بله ویناکه چیرې دهغوی ځایزدرې بعده محورونه د تناطرپه بڼه راوڅرخیږي ، اویا که وخت مخ ته اوکه څټ ته ولاړشي . همدارنګه فزیک پوهان په دې فکر ووچې ګڼه دفزیک طبیعي قوانین دذرې اوضدذرې antimatter لپاره یوشان اعتبارلري .

خواوس څرګنده شوې ده چې ډیرې کوچنۍ ذرې کوم چې په تعجیل کوونکې دستګاه کې منځ ته راځي دوخت اود فضا په تړاوخپل تناظر بایلي . دتناظرناڅاپي ماتیدل دطبیعت نظم دمنځه وړي . دتناظر ناڅاپي ماتیدنه کولای شوچې په لاندې فزیکي تجربو کې ترکتنې لاندې ونیسو.

دپینسل یوقلم دڅوکې په سرداسې درووچې دتعادل حالت غوره کړي . کله چې پریښوول شی نوسمدلاسه به یوې خواته کوږشي اوښکته راولویږي . مخکې له دې چې ښکته وغورځي د پینسل قلم په بشپړتناظرحالت کې پروت وو . که څه هم هیڅ یو فضايي سمت دبل فضايي سمت په پرتله لومړیتوب نه لري اودهرفضايي سمت چانس یوشان دی خوبرسیره په دې بیا هم دپینسل قلم لویږی اوپه دې ترځ کې ځانته دامکاناتویووړسمت ټاکی . په دغه ډول کړنلاره کې خپل لومړنی تناظر د لاسه ورکوي.
په طبیعت کې دتناظرماتوالی نه یوازې په فزیکي قوانینوکې لیدل کیږي بلکه په کیماوي ،بیالوژیکي پروسواوورځني ژوندکې هم شتون لري . دبیلګې په توګه که دیوچا دمخ په یوه اړخ کې یوطبیعي خال موجودوی نو د تناظر دغه ډول ماتوالي د explicable symmetry په نامه سره یادیږی .
د تناظرناڅاپي ماتیدنه هغه وخت منځ ته راځی کله چې دیوه سیستم بنسټیزفزیکي معادلې یوټاکلی تناظرولري خوهغه حالت چې ترټولونه په ټیټه انرژي کې پروت وي دغه تناظرپه پام کې وه نه نیسي. دبیلګې په توګه دفروماګنیت مادې مقناطیسي کول یوه فزیکي پروسه ده چې په دغه کړنلاره کې تناظر دلاسه ورکوي . په دې مانا چې په فروماګنیت ماده کې داتومونوسپینونه Spins دانرژي په مساعد حالت کې دیوه بل سره موازي بڼه غوره کوي. پایله يې داده چې په دې تجربه کې دسیستم دڅرخیدلوپه تړاو دنه بدلون rotation invariant قانون ماتیږ ي.
په ورځنی ژوندکې دناڅاپه تناظرماتوالی یوه بله بیلګه په لاندې ډول بیان کوو. په یوه ګردي میزباندې میلمانه ناست دي . دهرودوومیلمنوترمنځ دانګورویوپشقاب پروت دی . سړی کولای شي چې دښي اویا دکيڼ اړخ انګوروپشقاب ځانته وټاکي . داځکه چې داټول شیان په متناظرتوګه ایښودل شوي دي . خوکله چې دمیلمنونه څخه یوتن دبیلګې په توګه یوځل پریکړه وکړه چې دکيڼ اړخ انګوروپشقاب به دده وي نوسمدلاسه تناظرماتیږي اوپاتې میلمانه مجبوردي چې د هغه کړنلاره تعقیب کړي اودکیڼ اړخ انګوروپشقابونه وټاکي .

دپایلې لنډیز : دنوموړوفزیک پوهانوریاضی معادله “Kobayashi-Maskawa-Matrix” په ډاګه کوی چې دکیهان دپيدايښت په پیل کې یانې لس په طاقت منفي درې څلویښت ثانېې پخواsecond 10−43 ماده اوضدماده یوشان نه دي پیداشوي . همدومره بس ده چې دمادې یوه ذره دضدمادې څخه زیاته وي . داپه دې ماناچې دمادې دتناظر symmetry ناڅاپي ماتیدنه دهمدې وخت نه پیل کیږي .

‍‍ اخذلیک :

http://news.bbc.co.uk/2/hi/science/nature/7656538.stm
http://www.sfetcu.com/content/Nobel-Prize-Physics-2008
http://www.nzz.ch/nachrichten/wissenschaft/nobel_physik_2008_1.1052475.html
http://www.welt.de/welt_print/article2545492/Schoenheit-trotz-kleiner-Fehler.html
http://www.wissenschaft.de/wissenschaft/home.html