د خواشينۍ خبرتيا
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبرترلاسه کړ چې زمونږ د هيواد پياړې نامتو ژورنالستدافغانستان دراډيو تلويزيون پخوانى نطاق ډاکټر عبدالطيف جلالي د ښاغلی علی احمد جلالی مشر ورور، د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه .نوموړي تر يوې مودې پورې دازادۍ راډيود مشاور په توګه هم دنده پر مخ وړې وه .
ډاکټر لطيف جلالي داساسي قانون د لويې جرګې پر مهال ، په دغه جرګه کې د يو وکيل په حيث هم برخه اخيستې وه .نوموړي به په کابل راډيو کې د خپل کار پر مهال کله چې کوم نطاق په وخت نه و رسيدلى ،خپله ميکرافون په لاس کې واخيست او بې له چمتو والي به يې د خبرونو په ويلو پيل وکړ .دازادۍ راډيو ته به نوموړي هره اونۍ ځانګړي يادښتونه ليکل چې ورکې به د افغانانو دردونه منعکس کيدل ، او په پاى کې به يې ويل (( يا هو ……..))
خو اوس د (( ياهو ….))بدرګه کونکې ژبه د تل لپاره خاموشه شوه ، اروا يې ښاده ، په ګور يې نور . مونږ د پيوستون موسيسی مشرتابه او ټول غړي او د ازاد افغانستان د خبرې بولتيون ګرځونکې په داسې حال کې چې د خدای بښلي پاک روح ته لاس په دعا يؤ ، کورنۍ او خواخوږو ته خلپې ژورې اندېښنې او خواخوږۍ په بيا،بيا څرګندو٠
اناالله واناالله الرجعون