کور / راپور / د كروندګرو اتحاديه د يونندارتون په ترڅ كښي جوړه شوه

د كروندګرو اتحاديه د يونندارتون په ترڅ كښي جوړه شوه

په میدان وردگ ولایت كې د كروندګرو او بڼوالو اتحاديه د كروندګرو توكيود يونندارتون په ترڅ كې جوړه شوه.


په ميدان ورد ګ ولايت كې  د كروندګرو او بڼوالولپاره د يو ښه ماركيټ د پيداكولو په موخه د كروندګرو او بڼوالو  اتحاديه  د ډول ډول ميوو او طبعي بوټو د نندارتون په ترڅ د ازادو  رايو په ترڅ كې  جوړه شوه .



دكروند ګرو او بڼوالو اتحاديې د جوړولو په خاطر چې كومه لويه غونډه را بلل شوې وه په كې دميدان وردګ والي محمد حليم فدايي ، ولايتي شورا غړو، دولتي او نادولتي ادارو ريسانو ، د ميدان وردګ ولايت  د ټولو ولسواليو كروندګر او بڼوالو برخه واخيسته  ، غونډې ته دميدان وردګ والي محمد حليم فدايي هراړخيزه وينا وكړه  د كروندګرو او بڼوالو اتحاديې جوړول يې د دې ولايت د كروند ګرواو بڼوالو لپاره دبازار موندنې يو ستر ګام وباله او زياته يې كړه ( نوموړې اتحاديه به د كروندګرو او بڼوالو ستونزې او اولومړيتوبونه د دولت سره شريكوي او په گډه به ورته دحل لارې چارې لټوي ، نوموړې اتحاديه به هڅه وكړي چې  ددې ولايت ميوو ته يو ګټور بازار پيداكړي ترڅو په راتلوونكي كې ددې ولايت كروند ګر او بڼوال  ددې بازار له لارې  دپام وړ عايد ترلاسه كړي ،


ښاغلى فدايي په ټولو كروند ګرو او بڼوالو غږ وكړو چې په خپلو كروندوكې  زيار او كوشش وكړي د خپل حلال رزق په ګټولو كې خپله شپه ورځ سباء كړي او زه ډاډ وركوم چې ددغه اتحاديې لارې به د ميدان وردګ ولايت كروند ګر اوبڼوال يوښه راتلوونكې ولري ، ورپسې د كرنې او مالدارۍ رييس فضل عمر، ولايتي شورا ريس حضرت محمد جانان د تركيې ولايتي بيارغاونې ټيم په  استازيتوب  عثمان كاباجا اوغلو د كروندګرو په استازيتوب حسن يار او دميدان مركز د سيمه ايزې شورا په استازيتوب مولوي قديم خبرې وكړي ، ټولو ويناوالو په خپل وار سره ددغې اتحاديي په اهميت رڼا واچوله او د ولايت مقام څخه يې مننه څرګنده كړه چې دخپلو ولسونو د هوساينې او اقتصادي پياوړتيا په موخه يې دا ډول پلانونه په كار اچولې دي او ميشت ولسونه په دې لاره كې خپلې هلې څلې  دولايت مقام څخه نه  سپموي.


ديادونې وړ ده چې  دكروندګرو اوبڼوالو اتحاديه د ميدان وردګ والي محمد حليم فدايي په نوښت د تركيې ولايتي بيارغاونې ټيم په مالي لګښت د ازادو مستقيمو رايو پراساس د يوولس كسېزمديره هيئت دانجنير ګل امين   په مشرۍجوړه شوه.



همدارنګه په ميدان وردګ ولايت كې پخوا هم  د كرنې او مالدارۍ په برخه كې دميشتو ايتلافي ځواكونو لخوا (۳۰) د كچالو سټورونه چې هريو يې (۱۵۰۰۰) ټنو په ظرفيت لرلوسره جوړشوې ،دتركيې ولايتي بيارغاونې ټيم لخوا هم په دغه ولايت كې دوه د زردالو پروسس مركزونه او دوه سړې خونې جوړې شوې دي چې په راتلوونكي كې دا ډول نورې پروژې هم په پلان كې لري