کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو لپاره تیاریو ته په اشارې لیکلي دي چې اوس هم ددغو انتخاباتو د نیټې په اړه اختلافات موجود دي.

ورځپاڼې خپله سرمقاله هم همدې مسلې ته ځانګړې کړې او پوښتلي دي چې ایا انتخابات به وځنډولې شي.

په ورځپاڼه کې دا خبر هم خپور شوې چې په افغانستان کې  یو برطانوې وګړې ایران ته د جاسوسۍ په تور نیول شوې دې.

ورځپاڼې پخپله یوه تبصره کې دا هم لیکلي دي چې د کرزي د حکومت ناکامۍ له طالبانو سره د معاملې چانس زیات کړې دې.


د هیواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم بریا ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې د کرکټ اتلان بریمن او سر لوړي هیواد ته ستانه شول.

په ورځپاڼه کې د راروان ژمي لپاره تیارو ته هم کتنه کړې او لیکل شویدي چې ایا دا تیارۍ پوره دي او که څنګه؟

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغاني سري میاشتې په فعالیتونو تبصره کړې او په عینې حال کې پوښتلي دي چې  ددې ټولنې پیاوړې کول د چا مسؤلیت دې.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د افغانستان ددفاع د وزیر په حواله  لیکلي دي چې د افغان پوځ د پیاوړتیا لپاره د مرستو صندوق جوړیږي.

ورځپاڼې  په یو بل مطلب کې په لویدیځو رسنیو دا انتقاد کړې دې چې تل د افغانستان د روانو حالاتو په اړه ناسم راپورونه خپروي.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې دا پوښتنه کړې چې په افغانستان کې د سرتیرو زیاتول ضروري دي او د ترورزم په وړاندې د روانې مبارزې د ستراتیژې بدلول.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د ولسي جرګې د یو غړي په نقل لیکلي دي چې په کابینه کې له نویو بدلونونو سره به قومي اختلاف زیات شي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې هم د کابینې په وروستیو بدلونونو تبصره کړې او لیکلي دي چې دا بدلون کومه ستونزه نشي هوارولې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د برطانیې د سفیر پدې وینا چې په افغانستان کې د چارو د سمون لپاره یو دکتاتور ته اړتیا ده انتقاد کړې دې.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې په یو مطلب کې په افغانستان کې د ایران د لاس وهنې موضوع څیړلې او لیکلي دي چې په افغانستان کې د ایران لاس وهنه نوره هم زیاتیږي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو مسله راغستې او ددغو عملیاتو د ترسره کولو غوښتنه يې کړیده.

په ورځپاڼه کې د سولې لپاره روانو هڅو ته هم کتنه شوې  او لیکل شویدي چې لویدیځ وال دې خبرې ته ناوخته متوجه شویدي.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې په قبایلي سیمو کې د پاکستاني ځواکونو روانو عملیاتو ته په اشارې د ولس مشر کرزي د ویاند په حواله لیکلي دي چې د طالبانو په خلاف په مبارزه کې هیڅ ډول پرمختګ ندې شوې.

ورځباڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې د میشتو ایساف ځواکونو په حواله لیکلي دي چې د افغانستان ټولې پولې نا امنه دي.

په ورځپاڼه کې د افغانستان ددفاع د وزیر دا وینا هم راغستل شوې چې ۲۰۰۸ میلادي کال د تاوتریخوالي له پلوه تر ټولو خونړې کال وو.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو او پیښو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د بودا پسټ د غونډې نتایج څیړلي او لیکلي دي چې پدې غونډه کې د پوځي عملیاتو ترڅنګ د  روانې لانجې د سیاسي حل په موندلو هم ټینګار شوې دې.

خو اصلاح بیا د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم په وروستۍ بریا تبصره کړې او هغه يې د ټول افغانانو لپاره ویاړ بللې دې.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان په وړاندې  د برطانیې  په سیاستونو انتقاد کړې دې او لیکلي دي چې  دا هیواد هڅه کوي چې په افغانستان کې خپلې اوږد مهاله ګټې خوندي کړي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د افغاني ټولنې شتونو ستونزو ته ګوته نیولي او لیکلي دي چې ددغو ستونزو هوارې دقیق پروګرام ته اړتیا لري.

په ورځپاڼې کې په هیواد کې د جنايې جرمونو په اړه هم یو مطلب خپور شوې او لیکل شویدي چې د ښځو په وسیله وژنې زیاتې شویدي.