کور / راپور / دپكتيا ولايت موجوده پوځي، اقتصادي او … هراړخيز راپور

دپكتيا ولايت موجوده پوځي، اقتصادي او … هراړخيز راپور


دپكتيا ولايت موجوده پوځي ، امنيتي ، اقتصادي  اوټولنيز وضعيت په اړه ريپوټ چي په  هر اړخيز ډول بررسي اوپه لاندي ډول ليكل شوي :




 

دامنيت په برخه كي : 

دپكتيا ولايت  ۱۳ فعالي ولسوالي لري چي دټولو و لسواليو په ګوټ ،ګوټ او لويشت ، لويشت خاوره كي دولتي حاكيميت قايم او ټينګ ساتل شوي اودټولو دولتي ادارو دروازي ددي ولايت د خلكو د خدمت لپاره خلاصي دي دټولو ولسواليو اړيكي شپه اوورځ دولايت دمقام سره ټينګي دي  ، هيڅ داسي ولسوالي چي ددولت په كنترول كي نه وي اويا هم ددولت دمخالفينو په لاس كي وي په دي ولايت كي وجود نه لري ددي ولايت در ي     و لسوالي لكه زرمت ، ګرده څيړي اوښواك كله ، كله ددولت ضد عناصرو دبريدونو لاندي راځي اويو څه تهديد اوګواښ ورته متوجه كيږي خو د دولتي امنيتي ځواكونو دماتونكو ګذارونو په مقابل كي دمقاومت توان له لاسه وركوي اودتيښي لاره نيسي .

په څيني نورو ولسواليو كي هم كله ناكله يو غلچكي تخريبي عمل تر سره شي خو په خپل وخت دامنيتي ځواكونو دځپونكي مقاومت په پايله كي بي اثره شي  .

دپكتيا په ولايت كي ملي پوليس دافسرانواوسربازانو په ګډون جمعا ۱۲۶۹ تنه تشكيل لري چي همدااوس       ۱۰۶۰   تنه موجو د او داړتيااوضرورت په تناسب په مركز اوولسواليو كي په وظايفو ګمارل شوي دي، داچي پكتيا ولايت يو سرحدي پراخه غرني ولايت په دومره كم تشكيل په دغسي ولايت كي دامنيت ټينكښت يو مشكيل كارد ي نو زمونږ وړانديز محترمو مقاماتو ته دادي چي هرڅومره ژر كيداي شي دپوليسو په تشكيل كي دپام وړ زيادت منظور اودكمبوتاتو په پوره كولو كي لازم اقدام وكړي ، دملي امنيت پرسونل په ښكاره اودفتر ي ډول په يو شمير ولسواليو كي فعاليتونه كو ي اوپه څيني نورو ولسواليو كي تريو خاص استخباراتي پوشش لاندي دهغي اداري دكاري لايحو سره سم فعاليتونه ترسره كوي ، دغه راز د۲۰۳ تندر قول اردو قومانداني علاوه پرمركز دزرمت ګردي څيړ ي او ښواك په ولسواليو كي قطعات لري اودملي پوليسو سره په تفاهم كي په دايمي ډول خپلو وظايفو ته ادامه وركو ي او ځيني قطعات يي په موءقتي ډول هم په وظايفو ګمارل كيږ ي  .

ديادوني وړ ده چي دپكتيا په ولايت كي يوازي دامريكايي قواو قطعات فعاليت كوي اودنورو هيوادونو نظامي قطعات وجود نه لري دامريكايي قواو قطعات علاوه پرمركزد څاڅي اريو ب ، ګردي څيړي زرمت ، څمكنيو ، ښواك اوپټان په ولسواليو كي مركزونه لري چي دنظامي او فوځي همكاريو نه په غيريي په مركز اوولسواليو كي  دبيا رغاوني يو شمير  په زړه پوري پروژي هم ترلاس لاندي نيولي دي

په مجموع كي به دا يو حقيقت ښه روښانه كړو چي ددي ولايت امنيتي څرنګوالي سره له دي چي يو سرحدي غرني ولايت دي  خو د هيواد د ډيرو سرحدي ولايتونو په پرتله ډير ښه او داطمنان وړ دي .

دزراعت برخه :

لكه چي مخكي مو وويل دپكتياولايت غرني سرحدي ولايت دي چي ډيري كمي زراعتي ځمكي لري  ، چي ددي ولايت په ډيرو برخو كي داوبو او هوا دنه مناسبو شرايطو له كبله زراعتي ځمكي ښه حاصلات نه لري اوسږ كال خوپه دي ولايت كي بيا هم بارانونه ونه شول  چي زراعتي حاصلات يي ډير بد اغيزمن كړل او دهقانان اومالداران له دي كبله دخورا زياتو اقتصادي ستونزو او كړاونوسره مخ دي .

په دي ولايت كي دزراعت په برخه كي تراوسه پوري   هيڅ نوع سرمايه ګذاري هم نه ده شوي اوپه دي حساب دخورا وروسته پاتي ولايتونو له ډلي څخه دي . 

.اګرچه يوه زياته اندازه اصلاح شوي تخمونه اوكمياوي سري وخت په وخت ځمكه والو ته په مركز اوولسواليو كي ويشل كيږ ي خودبزګرانو دژوند سطحه دپخوا په شان دتاسف وړ اودفقراولوږي په حالت كي قرار لري .

دښووني اوروزني برخه :

له نيكه مرغه سږكال دپكتيا په ولايت كي دښووني اوروزني په برخه كي دپام وړ پر مختګ وشو او داكاروان په ډيره چټكي سره روان دي په ټولو ولسواليو حتي په كلو بانډو كي دښونځيو دروازي دهلكانو اوجينكو په پرمخ خلاصي دي په ۲۵۰ ښوونځيو كي د۳۰۶۲ تنه نارينه اوښځينه ښوونكو له خوا ۱۰۸۱۶۵ تنه هلكانو اوجينكو ته تدريس كيږ ي ، ۸۲ ښوونځيو ته په پاخه اواساسي ډول تعميرونه جوړ شول ۵۴ ښوونځيو ته دتعميرونو دجوړولو كار همدااوس روان دي او۱۱۴ مكتبونه لا تعميرونه نه لري ، كوښښ روان دي چي  دپاتي مكتبونولپاره هم دتعميرونو دجوړولو لاري چاري ولټوو .

دروغتيا برخه :

دپكتياولايت په مركز اوولسواليو كي ۳۲ روغتيايي مركزونه فعال دي چي چاري يي  ديوسايډ په مرسته دابن سينا دمو سسي له خوا ترسره كيږ ي ، همدا سږ كال دخلكو ضرورتونو په اساس ددي ولايت په ډيرو برخوكي دنورو مركزونو اوروغتيايي كلينيكونو دجوړولوكارشروع شو خو دپكتيا ولايت  د نفوسو اووګړو شميري ته په كتنه دغه شمير مركزونه علاوه پردي چي ډير كم دي  دپوره صحي اوروغتيا يي پرسونل اوپه ځانګړي ډول دښځينه پرسونل دكمښت سره مخ دي او دضرورت وړ درمل هم نه لري .

سركونه :

ددي لپاره چي دپكتيا ولايت كلي له ولسواليو سره اوولسوالي دولايت دمركز سره وصل شي  په مجموع كي  ددي ولايت په طول اوعرض كي   ۴۴۲ كيلومتر ه سركونوته ضرورت دي چي  په تاسف بايد ووايو چي پخوا له دي نه يي جوړولوته چند ان پاملرنه نه ده شوي  ، له نيكه مرغه سږكال  دسركونو په  جوړولوپيل وشو په څانګړي ډول دګرديز خوست دلوي لاري دقير كولو نه يادونه كولاي شو چي څو ورځي مخكي يي ديولړ مراسمو په ترځ كي چي دمحلي ارګانونومحترم اداري معين عبدالمالك صديقي او دملي شوراي يو شمير غړو او دفوايدعامي دوزارت محترم معين ډاكتر رسولي هم ګډون درلودعملا يي په كار شروع وشوه ،

علاوه پردي يوه زياته اندازه نورسركونه هم دكار لاندي او كارونه يي پيل شوي دي ، لنډا دا چي  ۱۰۱ كيلومتره سركونه دقيركولواو۱۱۲ كيلومتره نورسركونه په خام ډول دجوړولو په حالت كي دي .

دكوكنارو كښت :

د افغانستان د جمهوري اسلامي دولت د جمهوري رياست دفرمانونو، ددولت دپاليسي ،   او دنړيوالو بشري  ټولنو د غوښتنو سره سم په دي ولايت كي دنشه يي توكو د توليد ، كركيلي او قاچاق په مخنيوي كي دپام وړبريالي اقدامات ترسره شوي او دكوكنارو د كرلو فرهنګ  بيخي له منځه تللي  او دا ولايت دهغه  ولايتونو په  لست كي دي چي دكوكنارو كښت په كي   دصفر نه لاندي راغلي دي ،كرونده ګر ددولت دپاملرني وړ جوړ شوي   اوكا ل په كال  دي ولايت ته انعامونه راځي . 

دبيا جوړوني دكارونو څرنګوالي : 

دپكتيا په ولايت كي دجوړوني يو شمير پروژي تر سره شوي دي  اودترقي اوپراختيا يو څه كارونه شوي دي خو داهرڅه دد ي ولايت دخلكو دقناعت وړ نه دي ګرځيدلي  ، داسي كومه لويه پروژه چي ددي ولايت دخلكو دژوند په سطحه  كي يي څرګند او ښكاره بدلون رامنځ ته كړي وي تراوسه پوري  په دي ولايت كي  تر كارلاندي نه ده  نيول شوي  دخلكو كورونه  لا نه دي  رڼا شوي او د ډاډ وړ روغتيا يي اسانتياوي  لا ورته نه دي  برابرشوي  اودخلكو دژوند سطحه لا هم هغسي ټيټه پاتي ده  ، دلوي خداي په مرسته اودافغانستان داسلامي جمهوري دولت په پاملرنه په ګڼ شمير دبيا جوړوني پروژي لكه دسركونونو ، كلينكونو ، ښوونځيو ،  ديني مدرسو ، دولسواليو دتعميرونو دجوړولواو داسي نوري په سلګونو پروژي  سږ كال شروع شوي اوكارونه يي په چټكي سره پرمخ  روان دي كه خداي كول اودا پروژي په كاميابي سره ترسره شي نوددي ولايت دخلكو دژوند كچه به لوړه او مثبت بدلون به په كي راشي خو داهم دخلكو اوولايتي  اداري دقناعت وړ نه دي . ځكه چي پكتيا يو سرحدي ولايت دي نو بيا جوړونه يي يو ځانګړي پاملرنه غواړي ، دذيصلاح مقامونونه په پوره احترام اودرناوي سره غواړو چي بين المللي ډونران اوموء سسات تشويق كړي چي پكتيا ته راشي  او ددي ولايت په جوړولو كي ددي ولايت دخلكواوحكومت  سره مرسته وكړي . 


عمومي موجودي ستونزي : 


ګران هيوادافغانستان په عام ډول ديو لړ ستونزو سره مخ دي خو دپكتيا ولايت په ځانګړي ډول خورازياتي ستونزي لري  : وچ كالي ، بي كاري ، دژوند دلومړنيو خوراكي موادوقلت او نشتوالي اودنرخونوبي حده لوړوالي  پكتيا شموله ستونزي دي چي ددي ولايت خلك يي دپوره تشويش او انديښني سره مخ كړي او ددي ولايت په ټولو ولسوالي اومركز كي يو اقتصادي بحران رامنځ ته كړي دي ، دبريښنا، او په ځينوولسواليو كي دتيلفوني اسانتياوو نه موجودي نوري عامي ستونزي دي ، دغه راز په دولتي ادارو كي دپوره فني پرسونل كمښت ،دملي پوليسو دپرسونل كمښت داربكي قوتونو نه شتون ، نوري ستونزي دي او په خاص ډول دي ولايت كي له منځه تللي ځنګلونه لابيرته نه دي ژوندي شوي اوداسي نوري لوي اووړي ستونزي شته چي دپكتيا ولايت خلك او حكومت دافغانستان داسلامي جمهوري دولت دټولوعالي مقامونو نه غواړي چي ددغو ټولو ستونزو په  خپل وخت هوارولو كي دپكتيا ولايت ته يو مهربانه ځانګړي پاملرنه وكړي  او داخلك په دغسي ستونزمن حالت كي پري نه ږدي او دځيني مشكلاتو په هوارولو كي دژمي درارسيدونه مخكي لازم اقدامات ترسره كړي .

عمومي اقتصادي وضعيت : 

په عموم كي دپكتيا ولايت يو فقير غرني ولايت دي ، دعايداتو هيڅ منابع اوسرچيني په كي نشته ، بي كاري په كي دحد نه زياته ده اوخلك دخپل ژوندد امرار لپاره كوم خاص درامد نه لري او دروزګار دپيداكولولپاره نوروهيوادونو اويا دهيواد په دننه كي نوروولايتونو ته ځي  اوخپلو كورينو ته په ډيره مشكله دژوند اسانتياوي برابروي .

په مركز اوولسواليو كي دسيمه ايزو ادارو وضعيت :

داوس لپاره دولايت په سطحه په مركز اوولسواليو كي ټولي دولتي اداري درسمي تشكيل له مخي فعالي دي  اوپه نورمال ډول خپلو رسمي دولتي كارونوته ادامه وركوي ، دټولوادارو رسمي فعاليتونه وخت په وخت دولايت دمقام له خوا بررسي كيږ ي ، دجمهوري رياست دمقام دحكمونو اوفرمانونو اودوزيرانو دشوراي دمصوبو له تطبيق نه نظارت كيږي ، داداري اصلاحاتو پروسه په ځينو ادارو كي تر سره شوي اودوزارتونودپروګرامونوسره سم په ځينو نورو ادارو كي دتطبيق په حال كي ده ، په ځانګړي ډول دولايت دمقام په چوكاټ كي دغه پروسه په كاميابي سره ترسره شوي اوپه كارپوه خلك په كارونوګمارل شوي اودتقرر اسناديي مركزي مقامونوته دمنظور ي لپاره ليږ ل شوي چي ديو شمير كارمندانو منظوري رارسيدلي اوانتظار كيږي چي دپاتي نورو هم راورسيږي  ، ددولت اوخلكو ترمنڅ اړيكي ټينګي دي او كوښښ روان دي چي  نوري هم ټينګي شي ،                                           

ديوشميرولسواليو لپاره تعميرونه جوړ شوي او ديو شميرولسواليو لكه ځاځي اريو ب ،  احمد خيل ، احمد ابا اوپټان دولسواليو اودولايت دمقام نوي تعمير دجوړولو اوزاړه تعمير دترميم كارپه خورا چټكي سره روان دي .                                                                                                           

دلويو لارو امنيتي  څرنګوالي :

دپكتيا دولايت دمسوء ليت په محدوده كي دخوست ګرديز په لويه لار كي كله ناكله د سوټو كنډ و اوګردي څيړي دولسوالي په شاوخوا كي يو لړ امنيتي ستونزي راپيداشي اودولتي ضد عناصر كوم .