د طالبانو تر واک لاندی سیمو افغانان خوشاله دي

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 15th, 2008





د امریکا کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼی نن په خپل تازه راپور کی ولیکل چی ګڼ شمېر هغه افغانان چی د طالبانو تر واک لاندی سیمو کی اوسیږی ، ډېر خوشاله دي . راپور وایی چی په تېره بیا د لوګر او غزنی خلک د طالبانو سره نژدې همکاری کوی او د هغوی هدایتونه عملی کوی . راپور د یو عینی شاهد ( احمد ) له خولې مثال ورکوی چی موږ د لوګر د پورک اوسیدونکو څو څو ځله حکومت ته د غلو له لاسه شکایت وکړ او حتی د هغوی ځایونه مو هم ور وښودل خو هغوی هیڅ هم نه کول څو چی طالبانو ته مو مراجعه وکړه او هغوی دا غله ونیول او اسلامی جزا یې ورکړه او نور موږ بېغمه سوو . یو بل اوسېونکي وویل چی پولیس صرف د ځان ښودلو لپاره دي خو اصلی قدرت طالبان دی . راپور زیاتوی چی خلک خپلی دعوې په حکومتی فاسدو محکمو کی نه بلکی د طالبانو په اسلامی محکمو کی حل و فصل کوی . راپور زیاتوی چی طالبان ورځ په ورځ د وطن د آزادونکو په توګه د خلکو په زړونوکی ځای نیسی .

Copyright Larawbar 2007-2024