د طالبانو او پوليسو يوبل ته د درنې مرګژوبلي ادعاوي
تيره ورځ يوځل بيادلښكرګاه دځيونوسيمو لكه د عينك دانارباغ اوبست كلاسره دوسلوالوطالبانوله لوري بريدترسره سوچى دچارواكوپه خوله په دغه بريدكى وسلوالوطالبانوته درنه مرګ ژوبله واوښته .
دهلمندولايت امنيه قومندان سمنوال اسدالله شيرزاد نن په يومطبعاتى كانفرانس كى خبريالانوته وويل چى تيرشپه يوځل بيا وسلوالوطالبانوغوښتل چى دلښكرګاه ښارته داخل سى خودنوموړى په وينا چى ملى اردواوملى پوليسوددوى دغه پلان شنډكړاوپه جګړه ورسره بوخت سوه شيرزاد وويل چى جګړه دعينك دانارباغ اوكلاي بست په سيمه كى وسوه چى دجګړى په ترځ كى اتلس وسلوا ل طالبان ووژل سوه اواووه تنه ژوبل سوه شيرزاد وويل چى په وژل سوكسانوكى دوه موهيم قوماندانان هم شامل دى چى يودملاګل اوبل دملاصبرپه نوم ياديږي نوموړى زياته كړه چى دجګړى په ترځ كى دري پوليس هم ژوبل سوه .
خووسلوال طالبان بياخپل لوري ته مرګ ژوبله نه منى قاري يوسف احمدى چى ځان دوسلوالوطالبانووياند راپيژنى ديونامعلوم ځاى څخه دټيلفون په ليكه كى وويل چى دتيري شپى په جګړه كى يوهم ددوى ملګري نه دى وژل سوى نوموړى زياته كړه چى ددوى ملګروددوراهى دپوليسودري امنيتى پوستى له منځه وړى چى داحمدى په وينا دولس پوليس وژل سوى دولس ميله وسله يوسراچه موټر اويوپوليس ددوى لاس ته ژوندى وليدلى .
خودهلمندامنيه قوماندان ديوي پوستى دله منځه وړلواوشپږ پوليسودوژلوخبره وكړه .
امنيه قوماندان وايي چى ددوراهى پرپوستى داسى نښى نښانى نه ښكاري چى ګواكى دوسلوالوطالبانوله لوري دى ورباندى بريدسوى وى نوموړى وويل چى ښايي ددوى په ملګروكى داسى كس پيداسوى وى چى دوسلوالوطالبانوسره دى ملګرتياكړى وى .
ديادونى وړده چى دوي ورځى وړاندى هم دوسلوالوطالبانوله لوري پرمركزلښكرګاه بريد ترسره سوچى حكومتى چارواكوددوشپيتووسلوالوطالبانو دوژنى خبره كوله خودسلوالوطالبانووياندخپل لوري ته دڅلوروملګرودوژلوخبره كوله اوحكومتى سرتيروته دپينځويشتوپوليسودوژلودعاوه كوله.