قومي اربكي او د امنيت ستونزه
افغاني ټولنه يو داسې مغلق او پيچلى جوړښت لري چې پيژندل يې په اسانۍ سره يو ستونزمن كار دى،همدا لامل دى چې د نړۍ ډېرې وتلي څيرې يې هم په بشپړه پيژندنه كې پاتې راغلي،څومره چې دافغاني كلتور كيسې او ريښې پخوانى دي نو په همغه كچه يې قومي جوړښتونه هم پخواني او قدمت لري،دا يو روڼ حقيقت دى چې د هيواد په تاريخ كې قومي جوړښتونو د هرې ستونزې د حل په لار كې له اولسونو او دولتونو سره مرسته او همكاري كړي،دا به ومنو چې د هيواد د نورو ارزښتونو او شتمنيو په شان به د جنګ او جګړې له امله دا قومي جوړښتونه هم كمزوري شوي وي خو دې ملت او خلكو ان د جنګ او جګړې په كالونو كې هم په قومي جوړښتونو تكيه كړي،په دې دليل چې د جنګ په كالونو كې په ټولنه كې د قانون تشه موجوده وه او خلكو تل هڅه كړي چې خپلې ستونزې او مشكلات د همدې قومي جوړښتونو په چوكاټ كې حل او فصل كړي،دا هم منم چې قومي پريكړو او جوړښتونو ته درناوى يا درنښت هم د پخوا په شان پياوړى نه دى پاتې خو اوس هم ډېرو قومونو دا جوړښت ژوندى او پياوړى ساتلى دى.
دا مهال د مطبوعاتي وسايلو له لورې اوريدل كيږي چې دولت او نړيواله ټولنه په دې هڅه كې ده چې د قومي جوړښتونو يو مهم اړخ چې اربكي يا د قوم دوطلب عسكر ورته هم ويلى شو پياوړى كوي او هڅه كيږي چې په قومي اربكيو وسلې وويشل شي تر څو له دولت سره د سولې او ثبات په لار كې مرسته وكړي،شك نه شته چې په سيمو كې د اربكيو فعالول به ښې پايلې ولري خو خبره داده چې ددې كار له پاره ډېره ناوخته ملا وتړل شوه،زمونږ ددولت تر ټولو لويه اشتباه او نمګړتيا هم داده چې د راتلونكي له پاره سالمه پاليسي نه لري،د مثال په ډول كه د اربكيو د ژوندي كولو پروسه په سر كې په پام كې نيول شوي وه نو نن ورځ به هيواد له دا ډول بدمرغيو سره لاس او ګريوان نه وى ،په دې دليل چې په سركې د خلكو او دولت ترمنځ هېڅ ډوله واټن نه وو موجود دې پياوړي قومي جوړښت به له يوې خوا خلك په دولت را ټول ساتلي وه او له بلې خوا به په هره سيمه باندې امن او ثبات خپلې منګولې ښخي كړي وى.
اوس په دې اړه په داسې وخت كې مټې رانغاړل كيږي چې له يوې خوا د هيواد امنيتې وضعه د انديښنې وړ ده او له بلې خوا ملت له دولت سره يو څه واټن اخيستى،په هر صورت وايي چې ماهي چې هر وخت له اوبو راوويستل شي تازه وي،اوس هم دا ډېره پر ځاى خبره ده چې اربكي را ژوندي شي خو دلته د يوې خبرې كول لازمي دې هغه دا چې لومړۍ بايد د هر قوم مخور او بانفوذه مشران په باور كې واخيستل شي،او همدا ډول په هر قوم كې د خلكو د غوښتنو برابرې د بيا رغونې پروژې پيل شي په داسې كولو سره به له يوې خوا د خلكو او دولت ترمنځ واټن را كم شي او له بلې خوا به د خلكو په ژوند كې ښكاره بدلون راشي.
د تاريخ په اوږدو كې دې پياوړي قومي جوړښت نه يوازې دا چې د قومونو ترمنځ پراتې ستونزې يې حل كړي بلكې د وخت له هر دولت سره يې د امن ،ثبات او قانونيت په لار كې مرسته او همكاري كړي،اوس به ګورو چې زمونږ قومونه څومره ددولت دې ګام ته د اخلاص لاسونه ور وړاندې كوي،ددې سره جوخت بايد د يو ژور تفاهم له پاره د خبرو اترو لار هم ژوندۍ وساتل شي،تاريخ ثابته كړي چې هېڅكله هم جنګ مسايل نه دي حل كړي،همدا خبرې اترې دي چې هرې ستونزې ته د حل لار پيدا كولى شي،دا هم حقيقت دى چې د خبرو اترو د لارې دواړه غاړې بايد د هر څه د لاس ته راوړنې په هڅه كې نه شي دواړه لوري به يو څه د لاسه وركوي او يو څه به تر لاسه كوي،د همدې ورځې دليدو په هيله چې ټول افغانان به د خپلې راتلونكي په موخه د خبرو اترو په مېز سره راټوليږي يو او بل ته به د خبرو اترو له لارې قناعت وركوي او د قناعت پر بنياد به يو د بل په ذهنونو او فكرونو كې شته انديښنې او پوښتنې ځوابوي.
په ټوله هيوادنۍ او علمي مينه