کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دښوونځيو ورانول او سوځول

دښوونځيو ورانول او سوځول

لوى خداى (ج) د بشريت دلارښونى لپاره خپل استازى دي دنيا ته راليږلي دي چي  ترڅو انسانان ته دښو او بد تميز ور وښيي د بشريت ستر لارښود حضرت محمد (ص) خپله فرمايلي دي چي (انابعثت معلماً ) يعنى زه خپله د يو لارښود (استاد) په توګه تاسوته راليږلى شوي يم ترڅو زه تاسو د اسلام څخه خبر او اګاه کړم نو حضرت محمد (ص) چي خپله ځان ته معلم يا استاد وايي نو تاسى ووايي چي د معلم مقام او درجه به څومره اوچته وى خوبرحال داستاد ترڅنګ موږ بايددهغه ځاى احترام او پام لرنه هم وکړو چي کوم ځاى کښې موږ ته دانسانيت ،شرافت ،تربيت درس راکول کيږئ مکتب ځاى دى چي هلته انسان دپوهى اوعلم په زØ �ين پوښ پوښل کيږي دمکتب سره مينه لرل د خپل ځان ائنده جوړول دى په بهرنيو هيوادونو کښې خلک دخپل کور څخه زيات مکتب او درسګاه ته پام لرنه کوي.


 د غه په پاکوالى او ابادى پوره پام کوى خو متاسفانه زمونږ په هيواد کښې د بهرنيو لاسوهنى او دهيواد په داخل کښې دکورنيو جګړو له امله نه د ښوونځيو ابادى خوندى پريښودل شوي او نه يي معلمينو ته د هغه دمقام او منزلت په درنه سترګه کتلي دي په اوسنى روانى دترهګرۍ جګړه کښې په لسګونو  مکتبونه  په بيلابيلو ځايونو کښې وران شول او ښوونکى يي وداړل شول اوشاګردان يي په وير او خوف سره خپلو کورونو ته ستانه کړل دمکتبونو ورانول نه يواÚ �ى حکومت ته زيان رسوي بلکى دخپلي ټولني دتنکيو او معصومو بچيانو ژوند خرابول دي او هغوى دجهالت په تورو تيارو کښې غورځول دي مکتبونه خو حکومتى ادى نه دى او نه پکښې حکومتى کسان شته بلکى مکتبونه يو جلا او بيل ځايونه دى چي انسان د جهالت اوتوروتيارو څخه درڼا په لورى راکش کوي اود دينى او اسلامى علومو ترڅنګ علوم رضيات ، علوم سائنس ،علوم جغرافي او همداسى نورو درس پکښې ورکول کيږي نوبيا ولى مخاليفين مکتبونه ورانوى او ښوونکى يي داړى دمکتبونو ورانول په اسلامى هيوادونو کښې دمسلمانانو بدنامول دى او دين او اسلام ته نقصان رسول دى .


دمکتبونو ورانول دمسلمان کار نه بلى کيږئ بلکى د دي ورانونکى د پرديو غلامان او د بهرنيو لاس پوڅى دى او د پرديو په اشاراتو باندي د خپل هيواد زرينه ګاڼه دخاورو لاندى کول دى دا کارونه نه يواځى په افغانستان کښې کيږي بلکى د روان کال څخه په پاکستان کښې هم شروع شويدي او په بيلابيلو ځايونو کښې مکتبونه وران شويدى نه بيا حکومت اباد کړل او نه د ټولنى خلک دومره وس اوتوان لري  چي هغه مکتبونه اباد کړي مکتبونو ورانولو او بيا سوځولو  کښې مخاليفينو ته کوم لذت شته او ياکوم مفاد لاس ته ورتلى شي دمکتبونو ورانول او سوځول دخپلو بچيانو ائنده خرابول دى اوهيواد د بچيانو ژوند د علم او تربيي څخه لري کول دى نو دمکتبونو ورانوونکى اوسوځوونکى آيا مسلمانان دى که چيري دوى مسلمانان وي .



ˆ ولى داسى ناوړه اوناروا کارونو جرائت کوى آيا دوى د رسول الله (ص) هغه مبارکه او زرينه وينا نه ده اوريدلي چي فرمايلي دى چي کامل مومن هغه څوک دى چي دهغه دلاس او ژبى څخه نور خلک محفوظ اوسالم وى او نورو خلکو ته ضرر ونه رسوى نو دغه د مکتبونو ورانول او بيا اور وراچول شر دى او که خير ؟ نو بايد سر دنن څخه دمکتبونو ورانول او يامکتبونو ته اور اچول څخه ډډه وکړو او دغه ناوړه عمل ته په کرکه وګورو ترڅو خپل هيواد او هيوادوال د دغه شراو ستر ناورين څخه وساتو او حکومت هم بايد د دي کار په مخنوى کښې ګړندى او جدي ګامونه واخلى  د مخاليفينو سره دسولى او خبرو اترو پروسه جارى Ú �ړي ترڅو خپل هيواد او هيوادوالو ژوند په ارامى او سوکالى کښې تير شي .