کور / تازه خبرونه / د تركۍ الوتكي د تښتوني هڅه شنډه سوه

د تركۍ الوتكي د تښتوني هڅه شنډه سوه


د ترك آيرلاين ۳۲۰ ماډل جيټ الوتكه چي له اناطوليې څخه د روسيې سنپيټرزبورګ ښار ته روانه وه د تښتوني هڅه يې شنډه سوه.
د سنپيټرزبورګ د هوانوردۍ اداره وايي تښتوونكو الوتكه ناستي ته نه پرېښوله، خو پكښي ناستو سپرليو الوتكه د تښتوونكو له منګولو وژغورله او په برياليتوب سره د سنپيټرزبورګ په هوايي ډګر كي كښېنستله.
د چارواكو په وينا په الوتكه كي۱۶۷ تنه سپرلي ټول روغ رمټ دي.