کور / تازه خبرونه / پنتاګون وایی چی د دوی یو پوځی ووژل سو

پنتاګون وایی چی د دوی یو پوځی ووژل سو

د امریکا د دفاع وزارت نن خبر ورکړ چی یو امریکایی پوځی په دوشنبه په کندهار کی د ماین سره د نقلیه وسیلې د تماس له امله زخمی سو او بیا طالبانو مخامخ په ډزو پسی وویشت او ویې واژه . خبر نور تفصیل ورنه کړ چی دا پېښه د کندهار په کوم ځای کی سوې او څو نور پوځیان ټپیان سوي دي . پدې سره د امریکایی پوځیانو تلفات ۶۱۲ ته ورسېدل .