کور / تازه خبرونه / خوست: په عليشېرو ولسوالۍ كې ځانمرګى بريد وشو

خوست: په عليشېرو ولسوالۍ كې ځانمرګى بريد وشو

نن له غرمې وړاندې د خوست په عليشېرو ولسوالۍ كې ځانمرګى بريد شوى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې بريدكوونكى د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوتى او د افغان او ناټو ځواكونو پوځي مركز يې په نښه كړى دى.

دى وايي، چې په دې پېښه كې ګڼ شمېر افغان او بهرني سرتيري وژل شوي او بريد د قاري عباس په نوم يوه تن افغان كړى.

په جنوب ختيځو ولايتونو كې د ناټو مطبوعاتي دفتر پېښه مني، خو وايي، چې د ولسوالۍ په وره كې شوې او د دوى په خبره يې يو افغان پوليس او يو ملكي كاركوونكى ټپيان كړي دي.

ورته بريدونه له دې وړاندې، د خوست په ځاځيميدان، صبريو، تڼيو او ګربزو ولسوالۍ كې هم شوي، او په صبريو كې يې تر شلو پورې امريكايي سرتېرو ته زيان اړولى ؤ.