کور / تازه خبرونه / مرستيال ولسمشر ډيك چيني په روغتون كي بستر سو

مرستيال ولسمشر ډيك چيني په روغتون كي بستر سو


د امريكا د ولسمشر مرستيال ډيك چيني د زړه د ناروغۍ له امله په روغتون كي بستر سو.
دا په يوه كال كي دوهم ځل دئ چي نوموړى د دې ناروغۍ له لاسه روغتون ته رسېږي.
د جارج واشنګټن د روغتون ډاكټران وايي د ښاغلي چيني د زړه په ضربان كي بې نظمي ده چي اساسي علاج ته اړتيا لري.
ډيك چيني د چارشنبې په ورځ د همدې ناروغۍ له امله د جمهور رئيس بوش او د كابينې ترمنځ په غونډه كي ګډون هم ونكړ او دې ناروغۍ له ټولو ورځنيو سياسي فعاليتونو څخه راګرځولى دئ.