کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د امريکا د نيويارک ټايمز ورځپاڼي سرمقاله

د امريکا د نيويارک ټايمز ورځپاڼي سرمقاله

ترکلنو انکار او غفلت وروسته،د رئيس جمهور بوش او دده د مرستيالانو سترګي بلاخره پر هغه ناتار خلاصېږي چي دوی په افغانستان کي جوړ کړی دی. دوی بله لار نه لري، ځکه د خطر زنګونه د هر کونج څخه اورېدل کېږي.

د اتفاق په يوه نادره لحظه کي د امريکا ١٦ استخباراتي ادارې په يوه سلا دا اخطار ورکوي چي افغانستان په يوه خطرناکه ” کښته روان څرخک” کي دی. اډميرل مايک مولن، د امريکايي پوځونو لوی درستيز، په عامه داسي وړاند وينه کوي چي راتلونکی کال به لا ” سخت کال وي”.

لکه ټايمز چي په تېره هفته کي راپور ورکړی، د استخباراتي ادارو د راپور خاکه، د مرکزي ادارې د ورانی او طالبانو د قوي کېدلو پړه پر درو مشکلو اچوي: ساري اداري فساد، د هيروينو پراخېدونکی کاروبار، او په زياتېدونکې توګه پرمخ تللي او پېچلي حملې د هغه اورپکو د لوري چي قرارګاوي يې د سرحد پر هغه غاړه، په پاکستان کي دي. که چيري دې دروسرو ته په چټکه جواب ونه ويل سي، د افغانستان جنګ امکان لري چي بايلول سي.

د امريکا او نورو ناټو حکومتونو تر فشار لاندي، د افغانستان رئيس جمهور حامد کرزي د تېري هفتې په پای کي د داخله چارو وزارت ته نوی وزير وټاکی، دده دنده/مسؤليت به د هيواد د پوليسو پاکول او پياوړي کول وي. ښاغلی کرزی بايد نور خپلي ټولي اړيکي د فاسدو چارواکو سره وشکوي. دی بايد يو قاطع او ريښتنی نظر و هغه اتهاماتو ته هم وکي چي دده پر ورور لګول کېږي،چي امکان لري د هيروينو په کار وبار کي لاس ولري. دا کاروبار د کاله ١٠٠ ميليونه ډالره د طالبانو خزانې ته ګټه رسوي.

امريکا هم بايد افغانستان ته اضافي ځواکونه واستوي او نور ملګري هم بايد په دې قانع کړي چي نور ځواکونه واستوي. دا لړزونکې وي چي څوک ويني چي د امريکا د دفاع وزير، رابرټ ګېټ، د ناټو او سپيني ماڼی څخه د کومک فقر غواړي. د جرمني دا تعهد چي ١٠٠٠ کسه نور سرتيري به افغانستان ته واستوي د ستايني وړ دی، ليکن نقص يې دادی چي ددې څخه ډډه کوي چي ځواکونه يې په جنوبي ولايتونو کي ځای پر ځای سي چيري چي جنګونه تر ټولو ډير دي. د ناټو هغه غړي هيوادونه چي نه غواړي او يا نه سي کولای چي سرتېري واستوي بايد د افغانستان د ملي اردو په جوړونه او پراختيايي کارونو کي د پيسو مرسته وکړي.

د ناټو دا وروستۍ فيصله چي خپلو ځواکونو ته اجازه ورکوي چي  د مخدر توکو د کاروباريانو او لابراتوارنو پر ضد عمليات وکړي ( ډيره ځنډېدلې) شروع ده،مګر  اوس هم ډير خنډونه په مخکي لري.

د بوش اداره بايد ددې مخالفت څخه  لاس واخلي چي د قومي مشرانو سره د کار کولو سره يې کوي چي د طالبانو پر ضد وجنګېږي. د هغه تشويش وخت، چي کرزی کمزوری نسي، دوخته تير دی. د طالبانو د غړو سر هم بايد د روغي جوړي خبري وڅيړل/وکتل سي _ په هغه صورت کي که دوی د جګړې څخه لاس واخلي.

واشنګټن بايد د تشويق او فشار يو ښه ترکيب جوړ کړي ترڅو پاکستان په دې قانع کړي چي د طالبانو او القاعده پناه ځايونه بند کړي. ددې هيواد نوي ملکي واکداران او د پوځ قوامندان وايي دوی په هغه تهديد چي اورپکو خلق کړی دی پوهېږي او غواړ چي ورسره وجنګېږي. دوی بايد تشويق سي، او په ډير احتياط سره تر څار لاندي، نظامي او اقتصادي مرستي ورسره وسي.

تاسي تصور وکی، که په ٢٠٠٣ کال کي امريکا عراق نه وای اشغال کړی، او په عوض کي يې ددې مملکت ټول منابع او توجو په افغانستان کي د القاعده او طالبانو و ماتولو ته کرځولي وای. اوس هغه خوش بين تجزيه کاران لا وايي چي په افغانستان کي اوس حالت ډير خراب سوی دی، د يوې ښې ستراتيجي سره، امکان لري د افغانستان استحکام د ٥ څخه تر ١٠ کالو پوري وخت واخلي.

دا يو بل دليل دی چي ولي بايد راتلونکی رئيس جمهور د عراق څخه د وتلو چټک او منظم پلان جوړ او په کار واچوي، او په افغانستان کي، چي د تروريزم پر ضد دجنګ لمړي خط دی، د ځواکونو او مرستو په ډيرولو باندي جدي او چټک اقدام وکړي.