کور / کیسه / د ماتې خواشیني

د ماتې خواشیني

سوچ وکړئ څه پېښېږي، که د جمهوري ریاست یو کاندید په لومړي ‎پړاو کې له ماتې سره مخ شي، او د کاندیدانو له لست څخه ووزي.

زه یوه ورځ د دغسې یو کاندید لیدو ته ولاړم. هغه د لانایت میدان د پارک په اوږده چوکۍ ناست و، او سپینې ماڼۍ ته یې په حسرت او ارمان خړ خړ کتل.

چوپتیا هره خوا واکمنه وه. هغه یوازې او یوازې و، ما هڅه کوله دغه درنه چوپتیا ماته کړم، ومې ویل:

ښکلی کور دی؟
هغه په خواشيني انداز ځواب راکړ:

ما همغه لا ښه جوړاوو، ښځې مې غوښتل ټول دویم پوړ له سره سینګار او ښکلی کړي. ما غوښتل سترې میلمستیاوې او د نڅا محفلونه جوړ کړم او د ماڼۍ ساتونکو ته نوې جامې او دریشۍ جوړې کړم. زما په مغز کې د دغې ماڼۍ په باب ډېر پلانونه و.
و مې ویل:

ډېره خواشینوونکې ده، چې یوه ورځ سړی د جمهوري ریاست کاندید وي، او بله ورځ هیڅ، ته ډېر له څه شي څخه غمجن یې؟
له دې چې خپل پټ ساتونکي مې له لاسه ورکړل، هغه ډېر ښه خلک ول، هر ځای به چې زما زړه غوښتل، هغوی به بېولم، ماته د هوټل په یوه کوټه یا د الوتکې په چوکۍ کې ځای نیول هیڅ ستونزمن نه ول، تاسې نه پوهیږئ چې سړی له دې څخه چې د ښار په یوه ستر واټ کې موټر چلوي او شپږ کسه یې شاوخوا ځغلي څومره خوند اخلي. هر ځای ته به چې تللم هغوی به لټاوو، شپه ورځ یې زما د کور ساتنه کوله دا یوازینی وخت و، چې ما په واشنګټن کې د امنیت احساس وکړ.
دا خو  ته فکر کوې د نورو په باره کې چې په انتخاباتي مبارزو کې یې ګډون کړی، او پیسې یې هسې په هوا تللې څه وايي؟
اوس د انتخاباتي مبارزو تر پیله امنیت ته اړتیا لرم، ډېر خلک له ما ناراضه دي، ځکه  و مې نه شوای کړای چې ښه وځلېږم. وبښه هیر مې شول.
وروسته یې په ساړه اسویلي وویل:

دا رنګه ما مطبوعات وبایلل، خلک فکر کوي چې د ولسمشرۍ پر کاندیدانو د قلم خاوندان ګران دي، فکر کوم رسنیو زما حق ادا نه کړ او زما تصویر یې سم وړاندې نه کړ د ښاري سرویسونو کاتولیکانو، یهودانو او پروتستانو په اړه یې زما نظر ښه بیان نه کړ، تورپوستو او میرمنو له ما مخ واړاوو، ښاریان د ټولنیزو خدمتونو په اړه زما په پروګرام پوه نه شول، که نه زه به ښه ځلیدلی وم.
نو اوس تاسې امید بایللی؟
نه بیخي نه، زه د نورو غوندې کوښښ کوم په ګوندي کانونشن کې نفر پیدا کړم.
بیا یې سپینې ماڼۍ ته په وروستي ځل په حسرت وکتل ویې پوښتل:

پتسلام ته په کوم سرویس کې ولاړ شم؟
خو دا غلط دي
دا خبریالان له خپلو یادښت کتابچو او کمرو سره او دا څراغونه سړي ته د ا احساس ورکوي چې ځواکمن دی. خو له هغې شیبې چې له لسته ولویدم، آن یوه کس پوښتنه ونه کړه، چیرې یې؟ غواړې پوه شي څه مقام لرم؟
یه، خو ماته دا په زړه پورې ده، چې په انتخاباتي حوزو کې څه درپېښ شول؟
انتخاباتي ملګرو مې ښه کار ونه کړ، پوره پیسې مې نه لرلې خلکو د انرژي په اړه زما پروګرامونو ته لیوالتیا ونه ښوده، هوا باراني وه، ښه تلویزیوني پروګرام وړاندې نه شو، موټر مې مات شو، خو څوک نه ملامتوم.
«لوی خلک بل څوک د خپلې ماتې له کبله نه ملامتوي» 
 
لیکوال: آرت بوخوالد «امریکا»