کور / تازه خبرونه / په تاجکستان کې د نيشه يي توکو په مخنيو ي خبرې پيل کيږي

په تاجکستان کې د نيشه يي توکو په مخنيو ي خبرې پيل کيږي

ټاکل شوې چې څور ورځې وروسته افغان چارواکي له خپلو گاونډيو هيوادونو سره په تاجکستان کې د نيشه يي توکو دقاچاق د مخنيوي پ اړه خبرې وکړي .دافغانستان د نپشه يې توکو سره د بمارزې وزارت وايي  په دوشنبه کې جوړيدونکي کنفرانس کې به افغان له خپلو گاونډيو وغواړي چې قاچاق وړونکي او مافيايي کړيو ته لاره ورنکړي چې په سيمه کې دمخدره توکو سوداگرۍ ته دوام ورکړي .


 


د نيشه يي توکو سره دمبارزې په دغه سيمه ييز کنفرانس کې به دافغانستان د ټولو گاوډيوهيوادونو چارواک او دملگرو ملتونو د نشيه توکو سره دمبارزې  د ادارې او دارنگه د امريکا او برتانيې هېوادونو استازي گډون ولري .د غونډې موخه داده چې په څه ډول وکولى شي په سېمه کې د نيشه يي توکو سره مبارزه و کړي  او نورې نړۍ ته له خپلو هيوادونو څخه د نيشه يي توکو د قاچاق مخه ونيسي . دمخدره توکو سر د مبارزې دافغان وزارت وياند زلمى افضلي وايي د دوشنبې په کنفرانس کې به ډير ټينگار  د منځنۍ اسيا له لارې د مخدره توکود قاچاق په مخنيوي وشي  .


ښاغلي افضلي وويل په غونډې کې به افغانستان ته د هغو کيماوي مواد په مخنيوي ټينگاروکړي  چې د هيروينو په جوړولو کې ترې گټه اخيستل کيږي .


 


د سرحدي پوليسو د پياوړتيا ، سمبالښت، په پوله د کمرو لگول او په داسې نورو لارو چارو به هم د څو هيوادونو دنيشه يي توکوضد چاروکي خبرې وکړي . کابل وړاندې په يو شمير گاونډيو تور لگولى چې په دې برخه کې لازمه همکاري نه ور سره کوي . افغان چارواکي وايي له ملگرو ملتونو به وغواړي چې ددغو توکو د مخنيو او مبارزې په برخه کې يې په گاونډيو فشار زيات کړي. افغانستان په نړى کې د مخدره توکو تر ټولو ستر توليدونکى هيواد دي چې څو ورځې وړاندې ناټو هم په دغه برخه کې مبارزې ته ملاوتړله