کور / تازه خبرونه / امن په جرگه گۍ اسلام اباد کې خبرې کيږي

امن په جرگه گۍ اسلام اباد کې خبرې کيږي

ټاکل شوې چې په نژدې راتلونکي کې دافغانستان او پاکستان دامن دجرگې لوړ پوړي غړي په اسلام اباد کې خبرې سره وکړي .


دافغانستان د پوهنې نومول شوى وزير فاروق وردگ به دافغان پلاوي مشري کوي . دواړه غاړې به دهغې پنځوس کسيزې جرگې د لومړۍ ناستې لپاره وخت او اجنډا په گوته کړي چې تمه کيږي په نژدې راتلونکي کې جوړه شي.


  


د امن د وړوکي پنځوس کسيزې جرگگۍ د وخت او موضوع د ټآکلو پر سر دغه خبرې به شاوخوا لس ورځې وروسته په اسلام اباد کې وشي . ددغې جرگۍ لپاره د ٢٥ کسيزه پاکستاني پلاوو نوم لړ کابل ته رسېدلى  .


له افغان غاړې دغې جرگگۍ ته د ټاکل شويو ٢٥ غړو له ډلې څخه به يې د پوهنې دنوي نومول شوي وزير فاروق وردگ په مشرۍ څوتنه پا کستان ته وخوځيږي .


د چارو د ادارې وياند اصف ننگ وايي چې په پاکستاني پلازمينه کې به دواړه غاړې د امن د جرگې د پريکړو د څارلو د ناستې په جوړيدو بحتونه وکړي .


 


ښاغلى ننگ تمه کوي چې په نژدې راتلونکي کې د امن ٥٠ کسيزه جرگگۍ خپله لومړۍ ناسته وکړي . ددغې ناستې لپاره د امن په گډه لومړنۍ جرگه کې درې موخې ټاکل شوې وې .


 


په اسلام اباد کې د دواړو ٢٥ کسيزه کميسيونونو استاز د لومړي ځل لپاره د کابل د امن د گډې جرگې د ژمنو د څرنگوالي د معلومولو پر سر بحتونه پيل کوي .


 تر دې دمه نه ده معلومه چې د امن د ويمه جرگه چې ټاکل شوي په پاکستان کې به کيږي کله جوړه شي خو په افغانستان کې يو شمير خلک په دې باور دي چې د څه باندې يوه کال په تيريدو سره د دواړو هيوادونو د ولسونو ترمنځ د امن گډې جرگې دافغانستان او د سېمې په امنيت کوم متبت اغيز نه دى کړى .


خو يو شمير نور بيا په دې باور دي  چې دغه ډول جرگې د ډيورنډ د پولې دواړو غاړو ته پراته ولسونه د خپلو ستونزو په حل کې سره نژدې کوي او دوام يې دواړو غاړو ته گټه لرلى شي .