کور / تازه خبرونه / ۲ ورځی مخکی وژل سوي عسکر امریکایان وو

۲ ورځی مخکی وژل سوي عسکر امریکایان وو

پنتاګون نن رسمأ ومنل چی د دوی درې پوځیان وړمه ورځ ( د اکتوبر ۱۴ ) د افغانستان د قاضی بند په سیمه کی پر ماین د هغوی د نقلیه وسیلې د ختلو له امله وژل سوي دي . ناټو مخکی د افغانستان په ختیځ کی د درو بهرنیو پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی و خو هویت یې نه و ښودلی . نن دا دﺉ پنتاګون هغوی امریکایان وبلل او د درو واړو نومونه یې اعلان کړل . پدې سره په افغانستان کی امریکایی تلفات ۶۱۵ ته ورسېدل .