کور / تازه خبرونه / امریکا د افغانستان ستراتیژیکی غور وځنډاوه

امریکا د افغانستان ستراتیژیکی غور وځنډاوه

رویټر د پنتاګون څخه خبر ورکوي چی د افغانستان د اوضاع په هکله د امریکا اړونده ستراتیژی چی باید د روانی میاشتی په پای کی چمتو سوې وای ، و نه سوه او هغه آینده ولسمشر ته وځنډول سوه . د پنتاګون مطبوعاتی ویندوی جیوف موریل وویل چی د افغانستان لپاره دغه ستراتیژی چی د ملی امنیت شورا باید مرتب کړې وای ، داسی ژر نه سی کېدای بلکی اوږده موده غواړی او ځکه نو هغه راتلونکي ولسمشر ته وځنډول سوه . ویل کیږی چی پدې عملیاتی پلان کی پاکستان هم شامل کړه سوی دﺉ نو ځکه هغه ډېر کار او دقیق غور غواړی چی داسی ژر نه سی کېدای . څېړونکي وایی چی د بوش اداره د دې کار تر عهدې نه سی وتلای او ټول مسؤلیت د آینده ولسمشر په غاړه کی ور اچوی .