کور / تازه خبرونه / ناټو په هلمند کی ۲۵ ملکی خلک ووژل

ناټو په هلمند کی ۲۵ ملکی خلک ووژل

اسوشیټیډ پریس خبر ورکوي چی د امریکا او ناټو د هوایی بم وریو په اثر د هلمند په نادعلی کی تر شلو زیات ملکی او بیګناه انسانان وژل سوي دي . یو قومی مشر حاجی عدنان خان وویل چی ده پخپله ولیده چی خښمېدلو کلیوالو د اتلسو کسانو چی د ښځو او کوچنیانو ټوټې ټوټې جسدونه هم پکښی شامل وو په لښکرګاه کی د ولایت مقام ته راوړل . امریکا او کابل ادعا کړې وه چی دوی ۸۸ طالبان وژلي دي خو اوس دا ده معلومه سوه چی هغه اکثریت ملکی او بیګناه افغانان وو . د هلمند د پولیسو قوماندان اسدالله شېرزاد اعتراف وکړ چی پدې بمباري کی ملکی خلک وژل سوي چی ښځی او کوچنیان هم پکښی شامل دي خو تعداد یې ذکر نه کړ . بلخوا د اسټرالیا د « هیرالډ سن » ورځپاڼی د راپور له مخی چی عینی شاهدانو او د مقتولینو خپلوانو ورته ویلی ، څه باندی ۲۵ ملکی او بیګناه انسانان وژل سوي دي . امریکا د اګسټ پر ۲۲ هم په شینډنډ کی ۹۰ ملکی کسان وژلي وو خو هغه یې نه منل څو چی وروسته یې اعتراف وکړ چی ۳۳ یې ملکی خلک وو . اوس هم دا ارتکاب نه منی خو ښایی وروسته اعتراف وکړی . څېړونکي وایی چی د ملکی افغانانو وژل د امریکا ، ناټو او کابل حیثیت له مځکي وهی او طالبان نور هم د خلکو سره متحد کوی .