کور / خبرتیا او پيغامونه / د پښتو فلمونو دبڼ ښکلی گل ورژېد

د پښتو فلمونو دبڼ ښکلی گل ورژېد

دخواخوږۍ پيغام
د۲۰۰۸کال داکتوبر ۱۶مه
سويډن – دمالموښار

دډله ايزورسنيوله لاري مو په زياته خواشينۍ خبر تر لاسه کړ چي د پښتو فلمونو پياوړي اوپېژندل سوی لوبغاړي  بدرمنيرد روان کال د اکتوبر پر ۱۱ مه دزړه دورپېښې شوی  ناروغی له امله د لاهور په اتفاق روغتون کي دعمرپه ٦٧کلنۍ د فاني نړۍ نه سترگې پټې اودخپل هنردمينه والوڅخه  د ابدي ژوند په لوروکوچېد . اناالله و انا اليه راجعون

د پښتو فلمونودې وتلي ستوري بدرمنير دکوزي پښتونخوادسوات دسيمې ديوې روحاني  کورنۍ مولانا ياقوت خان په کورکښي سترگي دې دنياته غړولې دي .

که څه هم دبدرمنير خداي بخښلي قبله گاه  مولانا ياقوت خان زيات غوښتل چي زوی ئې دديني مروجه  علوموتر څنگ عصری تعليم او تحصيلات هم تر سره کړي ،خوبدرمنير له ښوونڅي سره دومره مينه نه لرله چي دخپل پلار داميدونودغه غوټۍ وغوړوي . مرحوم بدرمنير دزوي په ويناد لومړنى ښوونځۍ يوازي پنځه جوماته يې پاى ته رسولي دي .

مگر په فلمی دنياکښي دهغه ځلېدل ددې ښکارندوي دی چي هغه هرو مرو پسله هغه نه چي فلمي نړۍ ته ئې لار پيداکړه اوډير ژر وځلېد دهنراوپه سينمايي  فلموموکي لوبېدوپه برخه کښي شخصی مطالعې کړې دي ،ځکه دبيسواده اوناخبره سړې لپاره دهنرپه دنياکي دومره ځلېدل ناشونی کار دی .

دا ډيره جالبه خبره ده چي دژوند روزگارځوان بدرمنير ديوې گولې مړۍ لپاره ددريکشا چلولوته اړيست ،خو بيائې له همدي لاري دفلم سټډيواوفلمی نړۍ ته لاراودځلېدوامکانات پيداکړه . پدې بڼۀ  فلمی دنياته وردنګل له يوې خوادلوي څښتن  فضل اودبلې خواده ته ورکړه سوي   استعداد برکت ؤچي دفلم ډايريکټر هغه  ته دلومړی ځل لپاره پداسي ديوه تاريخي داستان لرونکي فلم ((يوسف خان او شيربانو)) کښي دمرکزي رول لوبولوته بلنه ورکړه . په همدې فلم  کښي دبدرمينر زيار اوزحمت اوبې کچې ځلېدو په پايله کښي دپاکستان سرمايداران  وهڅول چي دخپلو گټو په خاطر دپښو فلمونوپه جوړېدولاس پوري کړي .بې ځايه به نه وي که وويل شي چي بدرمنيردپښتوفلمونودماڼۍ لومړنۍ خښته په خپلو لاسونوپه پاکستان کي کښېښوده .

بدرمنير په خپل لنډ عمرکي په زياتو  هنري فلومونوکښي برخه اخيستې  دټولوفلمونوپه جمله کښي ئې دا مشهوراودخلکوپر ژبه هنري فلمونه لکه : ديوسف خان او شېربانو، ادم خان اودرخانۍ، علاقه غېر، اوربل، دپښتون توره ، ټوپک زما قانون، ديدن،اقرار، گناه کار، د انتقام لمبې، خانه بدوش ، تربور، بدنام، ګڼ کپ، نيمګړى ارمان ، پړانګ ، باز او شهباز،باغي اوکوچوان  ،نادان ،ديوې شپې ناوې اوژوند يامرگ ديادولووړ دي .

د پښتو په فلمی نړۍ کښې بدرمنيراودچت نوم اومقام  څښتن وو،هغه ديونه ستړۍ کېدونکی فلمی لوبغاړي په توگه دخپل عمر ترهغو شيبوپوري  چي دوجودروغتيا ورسره ياري کوله  دپښتو فلمی هنرلپاره نه هېرېدو نکي خدمتونه کړي  .بدرمنير له ۱۹۷۰ کال نه چي دلومړی  ځل لپاره د((يوسف خان او شيربانو)) په نوم پښتو فلم کي  راښکاره شوتر ۲۰۰۲کال پوري  ئې دهغه دهنري همکارانواودوستانو په ويناتر((۵۰ ۶)) زيات پښتو او اردوفلمونو کښي دلومړی څيرې په توگه  رول لوبولی دئ ،هغه په رښتيا سره دفلمی نړی پېژندل سوئ ستورۍ وو .

راتلونکی نسل کولاي شي د پښتو فلمونو تر ټولوپخواني اوبريالي لوبغاړي په توگه دمرحوم بدر منيردهنري اوفلمي ارزښتونواوتجريبوڅخه دپښتو فلمي هنرد پياوړتيااوپراختيالپاره لازمه استفاده وکړي .

دخواشينۍ ځاي دادی چي د بدر منير په مرګ سره د پښتو فلمي نړۍ د يوه هڅاند اونه ستړی کېدونکي او مشهورهنرمنداولوبغاړي بې برخې شوه .

موږ پداسي حال کې چي دپښتوفلمی نړۍ  لپاره اوپه کل کښي ديوه پياوړي سينمايې لوبغاړي په توگه دټولو پښتنو لپاره دنوموړې مړينه لويه  اونه جبرانونکې  ضايع بولودلوې څښتن له دربارنه مرحوم بدر منيرته دبخښنې او د هغه دکورنۍ غړو، دوستانو اوټولو علاقمندانو ته دصبر اوحوصلې پيدا کېدودعاکوو . 

روح دې ښاد اوياد دې ابدي وي

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه  جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې په استازيتوب


د موضوع په اړه نور سرليکونه :


د هنر نړۍ : د پښتو سېنما مشهور ستورئ ( بدرمنير ) په حق ورسېد


بدر منير او باري سټوډيو، يو څو يادښتونه