کور / تازه خبرونه / پټ شوي افغان محصلين کاناډا کې ښکاره شوي

پټ شوي افغان محصلين کاناډا کې ښکاره شوي

هغه پنځه تنه افغان محصلين چې په امريکا کې د واشنګټن پوهنتون  څخه تښتيدلي وو، کاناډا ته اوښتي.  


دا پنځه تنه د هغه ۳۸ محصلينو له جملې څخه دي چې د کابل پوهنتون څخه د يو درې مياشتني پروګرام په ترڅ کې  امريکا ته راغلي وو. د امريکايي رسنيوو په وينا دوی څو ورځې وړاندې ورک شوي وو او کله چې پوهنتون ورپسې لټون وکړ، څرګنده شوه چې  خپل پروګرام يې پر ځای پري ايښی او کاناډا ته تللي .


د مها جرو لپاره د امريکايي ادارې وياندې  لوري ډينکرز سيټل ټايم ورځپاڼې ته څرګنده کړي چې دوی ته د کاناډا سرحدي پوليسو پخلی کړی چې ياد شوي محصلين  کاناډا کې دي.  


 د پوهنتون چارواکي  د پټو شويو محصلينو  نومونه نه څرګندوي خو وايي چې دوی د عامه اړيکو په برخه  کې د يو کورس لپاره راغلي وو. دا محصلين د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مالي مرسته امريکا ته راغلي او په افغانستان کې يې  په مختلفو ادارو کې کار کړی.  تر دې دمه په کاناډا کې د دوی سرنوشت  څرګند نه دی.


تېر کال هم د ياد شوي پوهنتون څخه دوه تنه افغان  محصلين  د خپل پروګرام نه وروسته ورک شوي وو. وروسته کاناډايي پوليسو د دې پخلی وکړ چې دغه کسان  افغانستان ته د ستنيدو پر ځای کاناډا ته تللي وو. هغوی په کاناډا کې د سرپناه اخيستنې  او افغانستان ته د نه تګ لامل  بې امنيتي بللي وه.  


د افغان محصلينو دغه پټيدنې په امريکا کې په زده کړو بوخت افغان محصلين خفه کړي.  عبدالصبور چې د فل برايټ سکالرشپ په مرسته د مونټانا په پوهنتون کې د کرنې په  پوهنځي کې زده کړي پر مخ بيايي، لر او بر ويب پاڼې ته وويل. ))دا ډيره د شرم خبره ده . دا سمه ده چې په افغانستان کې  حالات سم نه دي خو مطلب يې دا نه دی چې  مونږ له خپل هيواده  مخ وګرځوو.((