طالبان بايد د خبرو له فرصت څخه ګټه واخلي
د ترهګرۍ پر ضد په جوړه شوې لوبه كې د ولسي وګړو ورګډېدلو د جګړې انډول بدل كړ او د ناټو پر ضد د ولس پاڅون، د ترهګرۍ ضد ښكرورې ټلوالې د تكبر ښكرونه ورمات او د هغوى مرګ ژوبله يې له ټاكل شوې پولې ورواړوله او د جګړې كنټرول او د حالاتو ابتكار يې د ناټو او ناټوچيانو له لاسه وكېښ. ناټو او ناټوچيانو چې كله د جګړې كنټرول له خپل او خپلو جاسوسانو له لاسه وتلى وليد نو اړوتل چې په دغه جګړه كې د خپل حتمي بري تګلاره له يوګوني پوځي تګلارې څخه واړوي او د ناورين د سياسي هوارۍ تګلار هم ورسره ورزياته كړي.
اوس ناټو او ناټوچيان غواړي مخكې له دې چې دروانې جګړې په اړه خپله راتلونكې كړنلار او موخه وټاكي، يو وار له خپلو مخالفينو سره د خبرو په ټغر هم كېني او وګوري چې له دې ټغره څه ورته رسېدونكي دي.
طالبان هم بايد له دغه فرصت څخه ګټه واخلي او د دې پر ځاى چې خبرو ته له ناستې څخه ډډه وكړي او د افغانانو برخليك ناژمنو سياسي دلالانو ته وسپاري، ښه ده چې خبرو ته كېني او وګوري كه كومه لار د افغان لانجې د هوارۍ او ناورين د پاى له پاره موجوده وي، بايد سلا او مشوره پر وشي او تصميم پر ونيول وشي.
د خبرو كول چناق دى كه اړتيا:
امريكې او ناټو ته د افغان له جګړې څخه ورپېښې شوې ستونزې دا په ګوته كوي چې نن امريكې او د هغوى اروپايي انډيوالان د خپل مجبوريت او اړتيا له مخې غواړي چې د افغان جګړې ته پاى او يا لږ تر لږه يوې ټيټې كچې تلفاتو او لګښتونو ته د جګړې د راټيټولو لاره او چاره ومومي. يا په بله وينا دا نن سبا چې د خبرو كولو په اړه كومې ډنډورې په لاره اچول شوي تر شا يې امريكه او ناټو د چناق وهلو نيت نه لري، بلكې غواړي چې جګړه ودرېږي. خو د دغو خبرو له لارې يوې كوټلې سولې ته رسېدل هم ستونزمن برېښي.
_امريكا د ترهګرۍ ضد جګړې له امله له مالي بحران سره مخ شوه او د تېرو كلونو پر خلاف اوس 60 بېلونه ډالره د بودجې كسر لري او دوه نيم زره ډالره پوروړې ده.
_امريكې ونه كړاى شول جګړې ته خپلې ټاكلې موخې په ټاكلي وخت كې ترلاسه كړي او اوس يې وخت بې ځايه د افغانستان په جګړه كې تېرېږي.
_امريكې د افغان جګړې ته يوازې د پنځو كلونو موده ټاكلې وه خو د دې جګړې پاى اوس نه شي اټكلېداى او امريكې په پام كې درلوده مخكې له دې چې د منځنۍ اسيا د ګازو او تېلو رالېږدول پيل كړي، بايد په ايران او پاكستان هم غوږونه ورتاو او د هغو هېوادونو اټومي ځواك يا له منځه يوسي او يا لږ تر لږه خپل تر څار لاندې راولي. امريكه اوس د خپل مالي بحران او پوځي يوازې والي له امله چې اروپايي ناټوچيانو يې له ملاتړ څخه لاس اخيستى نه شي كولى د ايران پر ضد د جګړې پروژه پلې او د پاكستان په اړه دلخواه چناق مات كړي، نو اوس فكر كوي چې په يوه بې ګټې جګړه كې ښكېله پاتې ده.
_امريكه په سيمه كې د خپلو ستراتيژيكې ګټو د ډاډمنولو او يقيني كولو له پاره په سيمه كې د خپلو ځواكونو د اوږدې مودې شتون ته اړتيا لري، د دغه شتون له پاره د يوې ګټورې جګړې د ادامې په لټه كې ده چې د افغانستان د جګړې موده د دوى د پلان له مخې نور بايد پاى ته رسېدلې واى او د دغې جګړې جغرافيه ايران او پاكستان ته لېږدېدلې واى، چې د دوى له اټكل سره سم داسې ونه شول.
_امريكه په ظاهره د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه پر مخ بيايي، خو انډيوالان يې بيا پر شكمن دي چې ګوندې امريكه ورسره لوبه كوي او د دوى له ځواك او نا خبرۍ څخه په ګټې د خپلو ستراتيژيكي ګټو د ډاډمنولو او لاسته راوړلو له پاره جنګيږي او دوى يې په يوې بې ګټې او نا تعريف شوې جګړې كې ښكېل كړي دي، داسې يوه جګړه چې دوى ته په كې دريځونه، دندې او ګټې معلومې شوې نه دي.
_امريكه د افغانستان د جګړې له سوبې پرته نه شي كولى اروپا د تورسمندرګي د تېلو پر مخكنۍ ونډې قانع كړي او له همدې پلوه نه شي كولى د سيمې د ستراتيژيكې موخو په تړاو له پامه د اروپا په غورځولو سره د افغانستان او سيمې لانجې په يوازې سر هوارې كړي. خو امريكه په سيمه كې د خپلو موخو د مطرح كولو او رسوا كولو په سر د ايران، پاكستان، منځنۍ اسيا او روسيې د هېوادونو له غبرګونونو او ننګونو سره مخ كېږي او همدا رنګه د منځنۍ اسيا د تېلو او ګازو د ونډې په سر د سترو صنعتي او اروپايي هېوادونو له مخالفت سره هم مخامخ ده.
دا مهال د امريكې د تېلو شپږ كمپنۍ د تورسمندرګي د تېلو او ګازو د زېرمو په راوېستنه او پانګونه لګيا دي، په دويم كتار كې د روسيې د تېلو كمپنۍ راځي او له امريكايي كمپنيو سره د خپلې ونډې په پلورلو سلا شوې، د دغو پروژو بل لېوال هند هم په يوه برخه سلا شوى، خو چيني، جاپاني او اروپايي شركتونه له دغو تېلو څخه كمه ونډه وړي او په خپله ونډه خوشاله نه دي او نوره برخه هم غواړي، چې د ظرفيت له مخې امريكايي او روسي كمپنۍ يې مخنيوى كوي. همدا لامل دى چې امريكه او روسيه د دغو زېرمو له ښكاره او قانونمند وېش څخه په تالان خوشاله دي او غواړي چې پر دغو زېرمو د قانوني او ښكاره لارو چارو پر ځاى په پټ او مافيايي ډول ولكه ټينګه كړي.
د دغو زېرمو د لېږد لارو پر سر هم اختلافونه زيات دي، امريكايي كمپنۍ غواړي چې خپله برخه زېرمې د افغانستان او پاكستان له لارې ولېږدوي او په دې توګه خپله ونډه تېل او ګاز د ايران، تركيې او اروپا له څار او نفوذ څخه لرې وساتي، چې په راتلونكي كې سياسي او سوداګريزې ستونزې ورته پېښوي، ځكه اروپا د امريكې او روسيې زيات نژدېوالى نه غواړي او بل پلو ايران هم د تورسمندرګي سوداګرۍ ته خپل جوال ډېر غټ ګنډلى دى.
لكه څنګه چې معلومېږي د افغانستان جنګ د اروپا له پاره يو بې ګټې جنګ دى او تر څو چې د تور سمندرګي د تېلو او ګازو په سوداګرۍ كې د اروپا ونډه زياته نه شي، نو اروپا د افغانستان، ايران او پاكستان په جګړه كې ونډې اخيستلو ته زړه نه ښه كوي، بل پلو په دغه سوداګرۍ كې د امريكې، روسيې او سعودي عرب د تېلو د كمپنيو غټې ونډې چې ظرفيت يې د اروپايي كمپنيو پر وړاندې خورا محدود كړى دى اروپايي كمپنيو ته د ونډې زياتولو اجازه نه وركوي. نو دا بيا د دې لامل ګرځي چې اروپا د افغانستان په جګړه كې د امريكې له ملاتړ څخه په شا شي او د خپلو ځواكونو د ابرومندانه ستنېدو له پاره د اوړو پوزه ومومي چې هماغه د ستونزې سياسي هوارى او په افغانستان كې د پراخ بنسټه دولت جوړول او د تور سمندرګي د ماركېټ له يوې ډوبې معاملې څخه يوې ښكاره معاملې او عادلانه وېش ته راوېستل دي.
_امريكې په سيمه كې د خپلو ځواكونو د اوږدمهاله شتون له پاره د پلمې لټولو په لټه، په پام كې درلودل چې د پاكستان د پوځ او استخباراتو په مرسته د طالبانو مقاومت په لږو تلفاتو سره تر ټاكلې مودې جاري وساتي. همدا وو چې د طالبانو د نسكورولو پر وخت يې پر طالبانو او په ځانګړي توګه د القاعدې او طالبانو پر مشرانو ساحه زياته تنګه نه كړه او خپلې بمبارۍ يې د جګړې لومړۍ كرښې او دولتي تاسيساتو ته ځانګړې كړې. په پاكستان كې هم پر دوى ساحه تنګه نه شوه او د پاكستان استخباراتو دوى ته د وركړ شوې دندې له مخې د دوى تنظيمولو او تجهيزولو ته ملا وتړله او د عامه انظارو د تېروېستلو له پاره يې د جګړې د ادامې په برخه كې دوه مخى سياست غوره كړ. يانې په ښكاره د ترهګرۍ ضد ټلوالې غړى و او هغه طالبان او القاعده يې چې نه خوښېدل، ګوانتانامو ته واستول او هغه طالبان چې ورته جنګېدل په پټه يې تجهيزول او د جګړې له پاره يې افغانستان ته لېږل.
_امريكې په سيمه كې د جګړې په پڅ بهير چې د طالبانو له پرځولو وروسته رامنځته شوى وو بسنه ونه كړه او د دغه بهير د چټكولو له پاره يې په يو شمېر اقداماتو لاس پورې كړ. دوى له افغانستان څخه د جګړې د يو لابراتوار په توګه ګټه واخيسته او په لوى لاس يې د دښمن توليدلو ته لمن ووهله او په دې موخه يې پر ولسي وګړو خورا درنې او خونړۍ بمبارۍ پيل كړې او د دوى پر وړاندې يې نه بښوونكي جنايتونه تر سره كړل. همدا وو چې د بهرنيو پوځونو پر ضد د ولسي وګړو غوسه وپارېدله او د داسې كړنو په عمدي تكرارولو سره د خلكو په زړونو كې د غچ اخيستلو لمبې بلې او پورته شوې او خلكو د مړژواندو طالبانو ليكو ته مخه وكړه او هغه ليكې يې پياوړې كړې. بل پلو امريكې د افغان دولت د خپلو جاسوسانو او جنګي جنايتكارانو په ننه وېستو سره كمزورى وساته او د لړزانه كولو له پاره يې د اداري او اخلاقي فساد فارموله هم پر ورزياته كړه.
دغه ټول عوامل د امريكې د اټكل پر خلاف د دې لامل شول چې يوه غټه شمېره خلك د طالبانو ليكو ته ورشي او هم عام نظر د امريكې او د دوى د پلوي افغان دولت پر ضد واوړي او په جګړه كې د بهرنيو ځواكونو تلفات د دوى د اټكل پر خلاف يوې پورته شمېرې ته پورته شي.
اوس دا سې ښكاري چې حالات د امريكې له څار او ولكې څخه وتي، د جګړې ليكو ته بېلابېلو ډلو له بېلابېلو موخو سره لار پيدا كړې، د جګړې ليكو ته د امريكې دښمنانو او سيالانو هم لار موندلې او جګړه كرار_كرار د ستراتيژيكي كېدو په لور روانه ده، اروپا د امريكې له ملاتړ څخه لاس اخيستى او په پام كې لري چې تر دوو كلونو خپل ټول ځواكونه له افغانستان څخه وباسي.
_د امريكې او ناټو پوځي جنرالان د افغانستان د حالاتو د قابو كولو له پاره نور ځواكونه غواړي، خو سياستوال بيا دا د ستونزې د هواري لار نه بولي او نور پوځي ځواكونه او شونتياوې د دغو جنرالانو په واك كې نه وركوي.
امريكه د عراق جګړې له امله نور اضافي پوځونه نه لري چې افغانستان ته يې واستوي. پوځي كار پوهان وايي د افغانستان د جګړې ګټل پر پاكستان له يرغل كولو سره تړلي دي او تر څو چې په دواړو هېوادونو كې پر يو وخت د طالبانو او القاعدې پر ضد جګړه پر مخ يو نه وړل شي او اورپكي همدلته تباه نه كړاى شي، نو د ترهګرۍ ضد جګړې ګټل ناشوني دي. د دغه جګړې له پاره كم تر كمه پنځه لكه سرتېرو ته اړتيا ده چې امريكه يې دا وخت نه شي برابرولى او كېداى شي د دغې جګړې د قابو كولو له پاره امريكه له قبايلي ملېشو او نورو لارو چارو كار واخلي، چې څو كاله وخت به ونيسي.
كه د امريكې او ناټو پورته مجبوريتونو ته وګورو نو ليدل كيږي چې امريكه او ناټو نور دېته مجبوره شوي چې له خپلو مخالفانو سره خبرو او جوړجاړي ته كېني.
اوس پوښتنه دا ده چې امريكه څه ډول خبرې او جوړجاړى غواړي؟
د امريكې لومړى انتخاب دا وو چې د پوځي ځواك پر مټ خپل دښمنان حذف او يا له خپلې لارې څخه لرې كړي، خو اوس دغې كړنلارې ماتې خوړلې او تر دې وروسته امريكه دوه لارې په مخ كې لري.
يوه لار دا ده چې د پوځي كړنلار پر ځاى له سياسي شونتياوو څخه كار واخلي او د يو سياسي جوړجاړي له ګرېوانه سر رابهر كړي.
بله لار دا ده چې خپلې پوځي او ستراتيژيكې ماتې ته غاړه كېږدي، سيمه پرېږدي او خپل پوځونه بېرته خپل هېواد ته ستانه كړي، خو امريكه لا هم پياوړى هېواد دى دا ډول ماتې يې ستونزمنه ده او زياتې مودې ته اړتيا لري. ځكه امريكا غښتلى تخنيك او غښتلى اقتصاد لري او د نړۍ په زياترو سترو اقتصادي پروژو كې شريكه ده چې په دې توګه د نړۍ برخليك يې له خپل اقتصاد سره تړلى دى. اوس د امريكې ماتې د نړۍ ماتې ده او تر هغه چې نړۍ وكولى شي دامريكې له تړاو څخه ځان وژغوري، نو كم تر كمه نيمې پېړۍ ته اړتيا ده.
بل پلوامريكه له دېرش كلونو راهيسې د افغانستان د جګړو او سياست تر شا ولاړه ده او په دغه موده كې يې په بېلابېلو ليكو كې په غټه شمېره جاسوسان روزلي او په پوره برلاسۍ سره كولى شي له هرې ډلې سره د معاملې تر شا خپلې موخې لاسته راوړي او هر څه د ځان په ګټه تمام كړي، نو په همدې بنسټ د خپل بري له پاره زياته اړمنه نه ده چې د ستونزې د پوځي هواري پر كړكېچنه لار ولاړه پاتې شي. امريكه خپلې همدغې برلاسۍ ته په كتنې سره غواړي په سر تړلو خبرو سره د طالبانو له مشرانو سره معامله وكړي او له دې لارې د امريكې په ګټه يوه نسبي سوله او دولت رامنځته كړي. د امريكې دغه ايډيال دولت به د امريكې د جاسوسانو او جنګي جنايتكارانو تر څنګ، حكومت ته د يو شمېر طالب مشرانو په ننوېستو جوړېږي او د دغه دولت په شتون كې به پر افغانانو خپلې ناروا واكمنۍ او ولكې ته ادامه وركوي، خو دا راز دولت د افغانانو په ګټه نه دى او د افغانستان په اړه نړيوال ستراتيژيك اختلافونه هوارولى نه شي، جګړه پاى نه مومي او يوه دايمي سوله نه شي رامنځته كولى.
د خبرو پر مهال څه كول په كار دي؟
افغان ولس او طالبانو ته په كار دي، چې سوله د بېغورۍ، څوكۍ او قدرت قرباني نه كړي. طالبان بايد سوله د ولس او د افغانانو د سوكالۍ، خپلواكۍ او بسيا راتلونكې له پاره وغواړي او دغو خبرو ته د يوه ښكاره او يقيني طرزالعمل له مخې ورګډ شي، چې وكولى شي د خبرو چاپېريال د بهرنيو اعمالو او سياسي مافيايي هڅو او غير مجوزه نفوذ له سيوري څخه لرې وساتي.
بل پلو خبرې بايد له هغه چا سره تر سره شي چې د جګړې طرف وي او د قدرت د تمثيل واك ولري. د افغانستان د ناورين تر شا يو شمېر كورنۍ كړۍ او بهرني هېوادونه چې له افغانستان سره تعريف شوې ستراتيژيكي ګټې لري، ولاړ دي او بايد پښه يې د سولې خبرو او جوړجاړي ته راكاږل شي.
په افغانستان كې دايمي سوله د بهرنيو ستراتيژيكي ګټو برخه والو او مدعيانو په هوكړې او كورنيو سياسي ډيناميكي ډلو په جوړجاړي پورې تړلې، بايد په لومړي قدم كې همدغه قدمې وپېژندل او بيا وروسته خبرې ورسره وشي.
په كار ده چې په دغو خبرو كې د بهر په كچه امريكې او اروپا ټولنې سربېره، ملګري ملتونو، د سيمې هېوادونو، روسيې، چين، جاپان او نړيوالو سازمانونو ته برخه وركړ شي او په كورنۍ كچه دغه خبرې بايد د شمال ټلوالې له قومي مخورو سره وشي. كرزى او د افغان دولت مامورين باد راوړي كسان دي، ټولنيزه پايه او اعتبار نه لري نو په كار نه ده چې خبرې ورسره وشي او وخت پر واړول شي.
لكه څنګه چې نن د افغانستان حالات د يو شمېر هېوادونو له غوښتنو او ستراتيژيكي ګټو سره تړلي او افغانستان د همدغو هېوادونو پټو او نامشروع لاسوهنو د ستونزو او جګړې كندې ته ټېل وهلى، نو د افغانستان پر سر د يو شمېر بهرنيو هېوادونو جوړجاړى او هوكړه د سولې او دايمي امنيت له شرطونو څخه بلل كېږي او د خبرو پر مهال په كار ده چې پر اعتدال او د متقابل باور او رضايت په رامنځته كولو زيات ټينګار وشي، نه په خپلو ګوندي موخو او ګټو چې په پاى كې يې ملي ګټې او ملي غوښتنې قرباني كيږي.
يو له دغو مهمو موضوعګانو، له هېواد څخه د بهرنيو ځواكونو وتل دي چې بايد يو د منلو وړ مهال وېش ورته وټاكل شي او بل پلو افغانستان د نړيوالې ټولنې اوږدې مودې مرستې ته اړتيا لري چې په دې لړ كې بايد په پام كې ونيول شي او د يوې قانوني لايحې له مخې تنظيم شي.
بله مهمه مساله د واك د ترلاسه كولو د انتخاباتي سيستم منل دي چې نيوكې پرې زياتې دي او د درغليو چانس په كې ډېر لوړ دى. د واك د ترلاسه كولو انتخاباتي سيستم او اساسي قانون منل يو له هغو غوښتنو څخه دي چې د افغان ولس، نړيوالې ټولنې او د شمال ټلوالې د غړو له خوا ممكن ټينګار پر وشي، خو د نه لېږدېدونكو رايو كړنلار يې هغه څه دي چې په دغه سيستم كې د درغلۍ امكانات يې زيات كړي او دغه سيستم يې بې اعتباره كړى دى، د رايو نسبي او لېږدېدونكې كړنلار او د رايې وركونې په مركزونو كې د رايو شمېرنه د درغليو چانس تر ډېرې كچې راټيټوي او كېداى شي په دې اصلاح سره ټولې غاړې پر سلا شي.
په نورو بر خو كې هم اساسي قانون په لږ تحريف سره ټولو غاړو ته د منلو وړ ګرځېداى شي او دا هغه څه دي چې پر افغانستان د نړيوالې ټولنې باور زياتوي.
د يو منل شوي تعريف له مخې د جنګي جنايتكارانو محكمه، د ټولنيز عدالت ټينګښت او د قانون پلي كول نور هغه څه دي چې بايد پر ځاى لارې چارې يې ولټول شي.
د اداري سيستم اصلاح او په يو عصري سيستم د افغانستان د ادارې سمبالول، بله اړتيا ده چې بايد خبرو پر مهال خبرې پر وشي.
توند لارېتوب او يا په بله اصطلاح طالبيزم يو له هغو مهمو مسالو څخه شمېرل كيږي چې هم افغان ولس او هم خپله عادي طالبانو ته له اندېښنو ډك دى.
ډېرى افغان ولس په يو منځلاري اسلامي_مدني سيستم سلا لري او ټول توندلاري سيستمونه كه هغه د دين او يا د سيكولارۍ په چوكاټ كې وي، ډېرى افغانانو ته د منلو وړ نه دي او هم د هېواد ټولنيز او اقتصادي ظرفيتونه د افراطي او توندلارو سيستمونو د منلو وړتيا نه لري. اوس كه چېرې طالبان پر طالبېزم له سره كتنه ونه كړي او په خپلو كړنو او تګلارو كې بدلونونه را نه ولي، نو په راتلونكې كې به د افغانانو له خوا او له خپل دننه له سختو ننګونو سره مخامخ شي.
افغانستان يوه وروسته پاتې ټولنه ده، چې خپل ځانګړي سنتونه لري او سياسي پاليسۍ ته په كې تل د شك په سترګه كتل كيږي، كه څه هم طالبان له دغه تړاوه څخه بې برخې نه دي، خو بيا هم د جګړې د قربانيو او مظالمو د زغملو د يو اړخ او مقاومت په توګه په ولس كې پراخه ملاتړ لري او كه چېرې د ټولټاكنو مصونيت تضمين شي نو كېداى شي چې له 60 څخه تر 80 سلنې رايې او واك ترلاسه كړي، خو د دوى دايمي او رښتيني كاميابي هغه وخت ور په برخه كېداى شي، چې له خپلو ايډيالوژيكو غوښتنو لاس په سر شي او د يوې ملي او اسلامي ډلې په توګه خپله تګلاره ټولنيزو او اقتصادي اصلاحاتو ته ځانګړې كړې. دا ځكه چې اسلام يوه پراخه لار ده او د اسلام دين د سياست او ايډيالوژۍ فرع نه دى بلكې سياست او ايډيالوژي د دين فرع ګڼل كيږي او د اسلام سياسي او ايډيالوژيك كول په حقيقت كې د اسلام محدودول دي او مكروه عمل ګڼل كيږي. ښه لار دا ده چې په دين سره موږ خپل ژوند، فرهنګ، دود، سياست او اقتصاد اسلامي او پياوړى كړو او له سياست او ايډيالوژۍ څخه په ګټه د دين پياوړي كول يو موقتي او نا ثابته كار دى، د دين د پياوړي كولو له پاره ښه دا ده چې د علم او اقتصاد كچه په ټولنه كې پورته يوړل او د ديني علومو په برخه كې تر اكاډميكو زده كړو موسسات رامنځته شي. دا به د دين د پياوړتيا او پراختيا له پاره يوه ډاډمنه او دايمي پروژه او د دين له پاره تر ټولو ستر چوپړ وي.
د دې له پاره چې له پورتنيو څرګندونو څخه څوك ناسمه اخيستنه ونه كړي زياتوم چې د څرګندونو موخه دا ده چې نړۍ په الهي وينا او قرانكريم سره ثابته، تعبير او تفسير ده، الهيات په نړۍ سره تفسير او تعبير نه دي، نړۍ يوازې د الهياتو تصديق كوي، تفسير او تعبير يې نه.
دين دى چې سياستونه او فكرونه رامنځته كوي، سياست نه شي كولى چې دين رامنځته كړي. يا په بله وينا دين له سياست څخه ډېر لوړ او پراخه دى او د سياست په تنګه كړۍ كې محدودېداى نه شي او دين له سياست څخه په پراخه چاپېريال كې خپل ژوند ته ادامه وركوي او محدودول يې په كار نه دي. موږ له هېڅ ډول سياست سره نه شو كولى دين تفسير كړو، په دې برخه كې له تنوع او مختلفو اشكالو سره مخ كيږو. يو ډول سياست يوازې د دين له يوه تعبير سره سر خوري او پر نورو تعبيرونو بيا خاورې اړوي. د افغانستان له پاره يو پراګماتيك اسلامي سياست په كار دى نه يو ايډيالوژيك او سر تړلى سياست. دغه خبرې دسيكولاريزم او د شرعې د نفي په مانا نه دي.
طالبان خبرو ته د يوې ايډيالوژيكي او سرتړلې ډلې په توګه نه بلكې د انعطاف په ښودلو سره د افغان لانجې د هواري له پراخ پلان او چمتو والي سره كېني او د افغان لانجې د هوارۍ له پاره ښكاره تګلاره وړاندې كړي، چې دا څه كولى شي په راتلونكې سياست كې د طالبانو ګډون او برى پياوړى او ډاډمن كړي.
كه سوله او جوړجاړى ونه شي د اټكل له مخې څه به رامنځته شي؟
افغانستان ته د امريكې او ناټو له راتګ سره يوازې د طالبانو ځينې سياسي مخالفينو او د شمال پوځي ټلوالې موافقه درلوده، چې له واك او سياست څخه ګوښې ته وهل شوي وو او د دوى هوكړه هم يوازې د لنډمهالو شخصي او ګوندي ګټو له پاره وه او ملي ګټو ته په كې پاملرنه نه وه شوې. دغو ډلو او كسانو چې افغانستان ته يې د بهرنيو ځواكونو د راتګ پلوي كوله ويې نه كړاى شول چې د ملي اړيكو په كچه د افغانانو اړيكې له بهرنيو ځواكونو او هېوادونو سره د يوې برابرې او مساوي دپلوماسۍ او قانون له مخې تنظيم كړي. همدا وو چې افغانستان يې له يوې نابرابرې دپلوماسۍ او جګړې سره مخ كړ او له پلوه يې اوس افغانان د بهرنيو ځواكونو له وحشيانه او ظالمانه كړنو سره مخامخ دي او دغه ځواكونه يې په داسې يوه پوله درولي چې د لانجې حل نه بلكې خپله د لانجې يوه برخه ګرځېدلي دي.
د افغانانو پر ضد د نابرابرې دپلوماسۍ اساسات د ملګرو ملتونو او د حامد كرزي د واكمنۍ د كورنيو او بهرنيو چارو وزيرانو په لاس كېښودل شول، چې اوس تر ټولو زيات پښتانه ترې اغېزمن دي او فكر كېږي چې دغه كار ته د پښتنو پر ضد د شمال ټلوالې د وزيرانو له خوا په لوى لاس لمن وهل شوې ده.
دغو ټولو ننګونو ته په كتنې سره ويلاى شو چې افغانان او په ځانګړې توګه پښتانه د امريكې او ناټو له يوې نابرابرې او نا تعريف شوې جګړې سره مخامخ دي. د پښتنو له پاره د دغې جګړې موخه او پايله برسېره نه ده او جګړه په پوره تتوالي او سر ګمۍ سره پر مخ ځي. دا چې له يوې خوا جګړه نابرابره ده او له بل پلوه ورځ تر ورځ مغرض لاسونه ورته اوږدېږي او تر شا يې ستراتيژيكي موخې او سياستونه پالل كيږي هغه هم په داسې حال كې چې په كې د افغانستان په ستراتيژيكو ګټو او سياستونو سترګې پټې شوي او د افغانانو د جګړې كوچ هم د دوى د ګټو د خونديتوب له پاره نه دي، نو داسې جګړه افغانانو له پاره زيات زيانمنونكې ده او په هېڅ صورت كې د افغانانو له پاره جوته پايله نه لري. د جګړې ادامه د دواړو غاړو تلفات زياتوي او سياست لاپسې پېچلى كوي.
كه چېرې د يو نړيوال حركت په ترڅ د افغانستان د لانجې هواري ته د سياسي حل وړانديز كيږي او بيا دغه وړانديز ته د كوم لوري له خوا د رد ځواب ويل كيږي او يا د خبرو په لړ كې د خبرو د ناكامولو هڅه كيږي، نو څرګنده ده د هغه لوري پر ضد به په كورنۍ او نړيواله كچه د خلكو احساسات او غوسه وپارېږي او په عامه انظارو كې به د خلكو له نظره راپرېوزي او په خپلې دغې تېروتنې سره به مقابل لوري ته د بري د چانس ځاى خالي كړي او سياسي ابتكار به يې له لاسه ووځي.
اوس كه طالبان د خبرو له فرصت څخه ګټه نه اخلي او يا د خبرو په لړ كې نه توانېږي چې جوړجاړي ته ورسېږي، نو څرګنده ده چې له نړيوال او كورني غبرګون سره به مخامخ شي. نړيوال غبرګون به دا وي چې د امريكې او ناټو ځواكونه به خپله جګړه د طالبانو پر وړاندې لاپسې پراخه او تونده كړي او سياسي ابتكار به د خپلو مخالفينو له لاسه وباسي.
د چريكې جګړو په اړه د امريكې په تجربه بايد سترګې پټې نه شي چې په تېره پېړۍ كې يې د شوروي پوځونو پر وړاندې د چريكي جګړو ابتكار په لاس كې درلود.
امريكه همدا اوس په دې لټه كې ده چې په افغانستان كې خپل پوځونه زيات كړي او له دې لارې ساحه په طالبانو راتنګه كړي. د چريكي جګړو د كاميابۍ راز په دې كې وي چې د پټو تونلونو له لارې د ولس په سپر كولو سره پر مخ بيول كيږي او له نسبي ولسي ملاتړ څخه برخمنې وي او اور پكي د ځانونو د پټولو له پاره پراخه ساحه، كلي او بانډې په اختيار كې لري. چريكي جګړو له پاره ولسي ملاتړ او د پټېدو پراخه ساحه ارزښتمن دي او د ولسي ملاتړ په لاسه وركولو سره د مقاومت د ملا تير ماتېږي او د جګړې لاس د مقاومت د مشرانو ګرېوان ته اوږدېږي.
امريكه په نوې ستراتيژۍ كې د طالبانو د ځواكمنتيا دغه ټكي ته متوجه ده او غواړي د قومي اربكيو په جوړولو او تمويلولو سره طالبان له ولسي ملاتړ څخه بې برخې كړي او د دوى پر مخ د جګړې د پټو تونلونو د شونتيا لارې او د پراخې ساحې امكانات وتړي، چې دغه كار طالبان له بسټيزې تباهۍ سره مخامخوي.
دا ځكه چې طالبان د طالبانېزم، د ښوونځينو او ټولګټو تاسيساتو د سوځولو، د قومي مشرانو او ولسي وګړو د وژلو او بهرني ملاتړ پر سر له ولس سره ژور اختلافونه او ستونزې لري. له طالبانو سره د ولس د ملاتړ په برخه كې د بهرنيو ځواكونو تاوتريخوالي، د عملياتو پر وخت تېروتنو، بې ځايه څپاونو او بريدونو مرسته كړې، نو د يوې منل ستراتيژۍ له مخې د بهرنيو ځواكونو شا تګ او له جګړې څخه لاس په سر كېدل كولى شي له طالبانو څخه د ولس ملاتړ كم كړي، چې امريكې او ناټو له خبرو څخه لا مخكې د عملياتو د درولو او د دغې جګړې د افغاني كولو چمتووالى ښودلى او خپل شاتګ ته يې لاره هواره كړې ده.
بل پلو له پاكستان او د پاكستان له دوه مخو مذهبي او استخبارتي كړيو سره د طالبانو نه منكرېدونكى تړاو نور هغه څه دي چې د ولس تر منځ يې د طالبانو پر وړاندې د ملت پالنې احساسات پارولي دي، كه په دې سربېره طالبان د ملي ارادې خلاف نورې كړنې هم ترسره كوي، نو په پراخه كچه له قهر سره مخ كېداى شي.
بله مهمه ستونزه چې طالبان يې له عامه ولس او سياستوالو سره لري، هغه د بهرنيو ځواكونو د وتو پر سر ده. ډېرى افغان سياستوال په دې باور دي چې په افغانستان كې يوه داسې پياوړې سياسي ډله نشته چې وكولى شي په يوازې ځان افغانستان اداره كړي او كومې ډلې چې نن په افغانستان كې شتون لري د بهرنيانو له خوا جوړې شوي او تر شا يې د بهرنيانو ستراتيژيكې ګټې او موخې مطرح دي او بهرنيان د دوى تر شا يوازې د خپلو ګټو د ترلاسه كولو په لټه كې دي، چې د يوې نړيوالې هوكړې او ملاتړ پرته ناشوني ده چې افغانان ځان د ګاونډيو او نورو بهرنيو هېوادونو له دغه ستراتيژيكي اختلاف او ګواښ څخه وژغورلى او خپلې ملي ګټې خوندي كړاى شي. د دوى په اند د دې له پاره چې په هېواد كې يو ځل بيا د شوروي د وتو او تنظيمونو د واك ته رسېدو د وخت پېښې تكرار نه شي تر يوې مودې پورې په هېواد كې د بهرنيو ځواكونو سمبوليك، قانونمند او ناڅپاوه شتون اړين دى او دا غوره بولي چې د خبرو او جوړجاړي په صورت كې چې كوم بدلونونه په راتلونكې كې رامنځته كيږي بايد د نړيوالې ټولنې تر څار او ملاتړ لاندې رامنځته شي، چې په دې توګه د افغان سياستوالو له دغه نظر سره مخالفت طالبانو ته ننګونې پېښوي. د دوى په اند پر واك د يوې ډلې غلبه او لاس برى د بلې ډلې له مخالفت او مخنيوي سره مخ كيږي او په دې توګه پر واك د طالبانو يو اړخيزه غلبه به د شمال ټلواله د طالبانو پر ضد د ايران او روسيې په ملاتړ يو ځل بيا جګړې ته وهڅوي او طالبانو لا مخكې خپل بخت په دې برخه كې ازمايلى، له دغه ډلې سره يې ډغرې وهلې وې او دغه ډله يې له منځه نه وه وړې.
ولس د تېرو كورنيو او تنظيمي جګړو نه په تجربې سره شايد دا وار دېته زړه ښه نه كړي، چې د برخليك له ټاكلو پرته په چوټه انداز ډول بهرنيان له هېواده وباسي او په دې سره په يوه بله جګړه كې ښكېل شي.
لنډه دا چې له امريكې او ناټو سره جګړه د افغانانو په ګټه نه ده، نه د امريكې او نه د ناټو له ماتې څخه هيواد ته څه په لاس ورتلاى شي، له دغه ماتې څخه يوازې د دوى ستراتيژيك سيالان ګټه وړي لكه څنګه چې پخوا د شوروي له ماتې څخه ګټه افغانانو ته نه بلكې امريكې ته ورسېده، افغانان يوازې د يوې تپل شوې جګړې پر وړاندې مقاومت كوي او د دوى مقاومت به د مقابل لوري په جګړې پورې تړلى وي، چې يرغلګر د دوى پر وړاندې له جګړې څخه لاس په سر شي، نو له همدې كبله افغانان دغه جګړه نه غواړي او بايد تحميل پرې هم نه شي او همدا راز د جګړې اوږدول هېڅ يو لوري ته برى نه شي وربښلى او د جګړې پايله هم د ښكېلو غاړو په ګټه نه تمامېږي، جګړه د لانجې حل نه دى بايد د جګړې ټولې ښكېلې غاړې خبرو ته كېني.
خبرې د افغان ولس او طالبانو له پاره يو ښه فرصت دى بايد ګټه ترې واخلي او شايد وروستى فرصت هم وي.