کور / خبرتیا او پيغامونه / ( ملي تړون ) له کراچي څخه په ملي هڅو پيل کوي

( ملي تړون ) له کراچي څخه په ملي هڅو پيل کوي


ملی تړون
دملی تړون مجلی تکل ، لکه له وراېه چی ښکاری دا د پښتنو(افغانانو) دملی پیوستون (اتحاد) دبرکتونو یوه ژوندی بیلګه ده،چی هرپښتون اولربرافغان له ډیری مودې راهیسی ورته سترګی په لاره وو.عام وګړی ته به هرومرو دخپلوذهنی سوالونو ځواب په لاس ورغلی وی . داپریکړه به دسیمی پرسیاست ،او په ځانګړی ډول دپښتنو پر ټولنیز ژوند ژوری اغیزی وشیندی .په ځوان کهول کی به بیرته ملی انګیزی او ولولۍ راژوندی کړی .مو‌‌ږ د«ملی تړون » له لیاری ټولو ویښوځلموته نور په ویښو له خوبه دلیدلو نه درا پاڅیدلو بلنه ورکوو.چی په خپلو هڅو،اوهاند دلیکنواوشننو له لیاری د ملی تړون مجلی ته ښکلاور وبخښی .د ډلیزو افکارو درا ویښولو په لړ کښی د میډیا له ارزښته سترګی پټول ناشونی دی . دا میډیا ده چی دافکارو دتبادلی اودیواوبل پرافکارو دسالم تنقیدزمینه برابروی .له دی لیاری کولای شو چی پر خپلوکړنوبیرته له سره کتنه وکړو.قرآن قوم ته په ګوته کوی چی : ژباړه (( یقیناَ الله [ج] دیو قوم حالت تر هغه نه بدلوی ، تر څوچی دوی په خپلونفسونو کښی تغیر«بدلون« نه وی راوستی )) القرآن ))په « نفس » کی فکر، خواهش، اودانسان ارادی قوت شامل دی .اوپه رشتیا چی زموږ قوم دا وخت له ډول ډول کړاونو سره لاس او ګریوان دی .نود حالاتو دسمون لپاره به له هرڅه وړاندی دتغیراتو(اوښتونونو) دا قرآنی کړنلاره خپلوو.ددی لپاره لکه قرآن چی واېی ، یو قومی یون ته اړتیا ده . ځکه چی کله ناورین ډلیز وی نو مخنوې ېی هم په ‌ډلیزه توګه شونی دی .چی سیاست ېی غوره ډګر دی . که تیر تاریخ ته وګورو نو غلیم دا میړنی اولس یواځی په سیاست د نه پوهیدلو له کبله له دی ناوړه ناورین سره مخامخ کړی ده .٫پښتون٫ په ځانګړی ډول په دی ملک کښی له ګڼوسیاسی ستونزو سره لاس اوګریوان ده .د پردیو په لمسون دپښتون پرټاټوبی له لګیدلی اوره چی کله کوم پښتون لوڅی پښی دی ښار «کراچی« ته سر راننباسی ، نو له بارانه دناوی کانه ورباندی وشی . ځکه څوک ېی چی ټاټوبی سوزه وی ، هغه دلته ورته لاله وړاندی دکړاوونوجال خورکړۍ وی . هیله ده چی ددی مجلی له لاری به له نورو پښتنو وروڼو سره خپل خواله شریک کړو .په سنداېالت کښی دپښتنو دلویه جرګی(اکشن کمیټی) دبیساری لاس ته راوړنو نه بایددکراچی اونورسیمو پښتانه خبر کړو ، نو دلویه جرګی له غړو څخه په ځانګړی ډول غواړو چی خپل مالومات به راسره ګډوی .


( دا زموږ د مجلی لومړنۍ سر لېک دی )


زېری زېری زېری


له کراچی څخه دېوی نوی پښتو ژبی دمجلی ملی تړون ډېکلېرېشن تر لاسه شو.


له ټولو لېکوالو وروڼو او شاعرانو وروڼوڅخه هېله کوو ، چی زموږ دالومړی ګڼه په لېکونو او شعرونو ښاېسته کړی . زموږ مجله په راروانه اونی کښی له چاپه راووزی ، دراروانی مېاشتی پر دوهم تارېخ دخان عبدالصمدخان او ېوه مېاشت وروسته د خان عبدالغفار خان تلېن دی ، نو کوم ملګری که غواړی چی موږ ته ددوی دژوند او هلوځلو په هکله لېکنی راولېږی نو زموږ کار به نور هم اسانه شی .


چېف اېډېټر : امان الله حلېم شملزی کراچی
Amanullah_halime@yahoo.com
کور ـ ۰۰۹۲۲۱۶۰۵۸۶۵۶
ګرځنده ـ ۰۰۹۲۳۰۱۲۴۹۷۶۵۷