کور / تازه خبرونه / ګرديز – يو كس د خپل ماين ښكار شو

ګرديز – يو كس د خپل ماين ښكار شو

نن جمعه ماښام ۷:۰۵ د قيقي  د پكتيا مركز ګرديز كې يو كس چي غوښتل يي ماين خښ كړي د خپل ماين قرباني شو.

د پكتيا د والي وياند روح الله سمون وويل : د غه كس چي جسد يي د پيژندګلوي وړ نه دي او د خپل ماين په واسطه له منځه تللۍ د ګرديز ښار د اسد هوټل ته څيرمه يي غوښتل چي ماينونه  افغان او ائتلافي ځواكونو ته كيږدي، خو د دوهم ماين په ايښودو ماين پري الوتۍ او له منځه تللۍ

سمون زياته كړه پوليسو په دي هكله پلټني پيل كړي او وروستي جزيات به وروسته وركړل شي .

دا پيښه  په داسي حال كي رامنځته كيږي چي پكتيا ولايت د روژي مياشتي له پيله تر اوسه كاملا آرام وو او خلكو ته د اميد هيلي د امنيت په برخه كي پيدا شوي وي.