کور / خبرتیا او پيغامونه / د سمسور افغان ۳يم پسرلي ول د مني په درشل کې نمانځو

د سمسور افغان ۳يم پسرلي ول د مني په درشل کې نمانځو

د هېواد، سيمې او نړۍ پر کچ د ځوان کمپيوټري پښتني پښت تخنيکي ـ فرهنګي سيالۍ په تېره لسيزه نيمه کې هغه ګردې کورنۍ او بهرنۍ ننګونې را ننګولې دي چې  نن سبا يې دافغاني تاريخي ـ جغرافيايي او سياسي ـ فرهنګي اکر وکر او پايښت پر وړاندې تر بل هر مهاله زيات زور  اخېستی دی. د يوې داسې ملي او انساني ژوند جګرې په ډګر کې  د هرې کړکۍ له پرانېستنې سره د مخامخ لوري يوه کړکۍ تړل کېږي او پر بل تنور يې د نوح(ع) توپان ورسموي!

له اوسنۍ تش په نامه افغاني ـ دولتي اډانې  نه داتمه ځکه نه کېږي چې رغښت او بنسټ يې پر همدې ننګونو اېښوول شوی او پايښت يې هم په همدې کې نغښتی دی. نو دا څه هېښنده نه ده چې په دې اوو کلو کې يې ورته د کمونې او مخنيونې پرځای په لوی لاس نور هم پرله پسې ببوزی وهلی دی. داهم زباد ته رسېدلې چې ترڅو زموږ  پر جنګ و جهل ځپلي ولس دا راتپلې جهادي ـ اېمپريالېستي، يا په سهي مانا، مافيايي ـ انجويي ټلواله واکمنه وي، دغه ننګونې به همداسې په شور زور کې وي او د خطر زنګونه به يې زموږ  د  جلاهېوادو ځوانانو ملي ولولې پر يشنا راولي ، سيالۍ او دفاع ته به يې  اړ باسي او همدغه تر ګورته کړې نومهالې تخنيکي ـ فرهنګي درسته به ور سره پر کار اچوي .

د رغنده، سوليزې او سوله ييزې سيالۍ او ژوند جګړې په  روان بهير کې د نړيجال دهرې نوموتې اوبپاڼې رسنيزې او فرهنګي منډې ترړې د اړوند پازوال وزارت تر هغو تېری کوي او  بيا ټولې سره په ګډه، د چاخبره د ګردې

ټلوالې ځواب ويلای شي. هغه يې هم په  خپل خپل ناڅيزه مالي توان ، د ميليونونو او ميلياردونو  پر وړاندې!

لکه څنګه چې ماپروسږ کال د ټول افغان د پېنځمې کاليزې په مرغه ښه(مبارکۍ) کې يادونه کړې وه، زموږ رښتينې جلاوطنې هېوادپالې جالپاڼې او اوبپاڼې د کوربنو له رسنيزو ازاديو په ګټه اخېستنه  داامېړانه لري چې د خپلو او پردو په ولکه کې د ښکېللو او اسکېرلو شاته پاتې ميليونونو هېواد والو د ژغور و ازادۍ په سپېڅلې موخه د بېلابېلو ليد توګو ليکنو او ليکونو ته يو راز غېږ پرانېستې ده. د هېواد دننه خودکاو بايي ډموکراسۍ له انګروزو او  ډنډورو سره سره پر ګردو برېښنايي، اوريزو او وينيزو رسنيو لا هغسې طالبي وزمه ګروهپلټون(عقيدوي تفتيش) واکمن دی چې ځوان ژورنالېست کامبخش يې د بلهارۍ يوه تازه بېګه ګڼل کېږي. دا بېله خبره ده چې هغه په څه نيت و نمات خپله يا پردۍ  ليکنه د خپلې اوبپاڼې له لارې خپره کړې، خو د دفاع رښته لري او بې له کوم شرعي او قانوني زباده  ولې په تور تياره زندان کې دومره بې برخليکه شپې ورځې تېرې کاندې ؟

دا ترخه رښتيا هم پاموړ دي چې زموږ جلاهېوادې او هېواد مينې جالپاڼې ، له دعوت، ټول افغان، تل افغان، لروبر افغان… نه نيولې تر سمسور افغانه د افغان دښمنو هومره مالي سرچينې او نور راز راز پټې او بربنډې شونتياوې او اسانتياوې په واک کې نه لري، خو څنګه يې چې  خپرنيزه موخه سوچه او سپېڅلې ده او د يوموټي وياړلي او تاريخي هېواد او هېواد والو پر ژغور، خپلواکۍ او سوکالۍ راڅرخي، نو د پخوا په څېر به په همدې مانيز وياړ و ځواک پرمخ درومي او بری او مخسوری به يې په برخه وي!

له همدې هيلو او ارمانونو سره د سمسور اوبپاڼې درېيم زېږ پسرلی اړوندو چلوونکيو او په سر سر کې  ګران خليل سمسور حبيبي ته مرغه ښه وايم او پر تخنيکي ربړو او ستونزو باندې ورته لا زيات بر لاسی، سمسورتيااو پر مخيون غواړم!

په ګرده پښتني- افغاني مينه او لورېينه –