صدراعظم: د محمدعلي جناح كورنۍ موږ مسلمانه كړه

34 | اکتوبر 18th, 2008



د پاكستان صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني وايي د پاكستان د ملي قايد محمدعلي جناح كورنۍ د ده د نيكه په ذريعه مسلمانه سوې وه.
د نوموړي په وينا د محمدعلي جناح كورنۍ په راجپوت كي اوسېدله چي د ده د نيكه په ذريعه يې اسلام راوړى و.
پاكستاني مورخين وايي دا يو الهامي فيصله وه چي د دوى ملي قايد د غوث الاعظم دستګير د كورنۍ په ذريعه په اسلام مشرف سوى و، او وروسته يې په نړۍ كي د يوه لوى اسلامي هيواد (پاكستان) بنسټ كښېښاوه.
خو ډېرى مورخين حتى عام پاكستانيان اوس هم د محمدعلي جناح پر مسلمانۍ شكمن دي او نوموړى انګرېزانو ته منسوب عيسوى ګڼي او وايي په داسي حال كي چي د محمدعلي جناح نه پلار او نيكه معلوم دي، نه يې چا لمونځ ليدلى او نه يې هم چا كليمه اورېدلې وه، نو دا څنګه مسلمان دئ!

Copyright Larawbar 2007-2024