هرات : بمی حملې څو کسان ووژل
رویټر آژانس خبر ورکوي چی یو فدایی خپل موټر نن په شنبه د هرات د هوایی ډګر پر سړک د ناټو د پوځی قطار سره وواهه او تلفات یې پېښ کړل . د هرات د پولیسو قوماندان رحمت الله صافی وویل چی تلفات پېښ سوي خو دقیق شمېر یې معلوم نه دﺉ . دا لومړی ځل دی چی په هرات کی دغسی حمله کیږی او ویل کیږی چی طالبانو اوس خپل د عملیاتو ساحه هرات ته هم غځولې ده . خو د فرانس پریس آژانس د یو تازه خبر له مخی په دې پېښه کی څو بهرني پوځیان زخمیان سوي دي . ویل کیږی چی دا د ایټالوی او هسپانوی پوځیانو قرارګاه وه . د یو بل خبر له مخی چی د بلغاریې د دفاع وزارت ورکړ ویل کیږی چی د کندهار په هوایی ډګر کی دوه بلغاریایی پوځیان د یو راکټ د لګېدو له امله زخمیان سوي دي . خبر وایی چی دا راکټونه پرون د کندهار پر هوایی میدان را وویشتل سول .