کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مركز يې په لندن كښي قضاوت يې په كابل كښي

مركز يې په لندن كښي قضاوت يې په كابل كښي

دا خبره په زبات ورسيده چې په دې ملك او خاوره كې د كار د سړي له پاره ځاى نه شته كه موكه هم وركړل شي نو په يو نه يو شكل له صحنې څخه خارجيږي،په ډېر خواشنۍ سره مې د بينوا په ويب پاڼه كې ولوستل چې د ښاغلي پكتياوال په اړه يو مهم سند خپريدونكى دى،كه رښتيا درته ووايم نو په سر كې يو څه خوشاله شوم ،په دې دليل چې ما فكر كاو چې د ښاغلي پكتياوال د كارنامو او شخصيت په اړه به څه پكې وي خو په ډېر تاسف سره مې واوريدل چې په دې جعلي او بې بنسټه سند كې په پكتياوال د درغليو بې ځايه تورونه لګيدلي دي،كه انسان په حقيقت سترګې پټې نه كړي نو وبه ويني چې پكتياوال لومړنى دولتي چارواكى دى چې د خپل ژوند په قيمت د خپلو هيوادوالو له پاره چوپړ كوي،د هرې پېښې ځاى ته د يو تكړه ژورناليست په شكل ځان رسوي كومه چې په دې شرايطو كې له يوې خوا د ژوند د قيمت په مانا ده او له بلې خوا دملت سره يو درد او مسوليت د پيژندنې نماينده ګي كوي،

ياده شوي ورځپاڼه له دې نه ده خبره چې په هيواد كې څه تيريږي،هغه ملياردونه ډالرې مرستې څه شوې او چا وخوړې كومې چې ددې ملت په نامه راټولې شوي دي خو كه داسې يو څوك پيدا كوي چې له يوې خوا كار كوي او له بلې خوا يې په خلكو كې محبوبيت ورځ په ورځ زياتيږي نو بيا د هغه  د بدنامولو له پاره په داخل كې د هغې چاسره لاس يو كوي چې ميم زر ما ټول يې زما شعار لري،په ريښتيني ډول د يو چا له ناوړه كړنو څخه د پردې پورته كول يو پر ځاى او ښه كار دى خو خبره داده چې كه نوموړي ورځپاڼه په دې هڅه كې وي چې په ريښتيني درغليو كاكړ خلك مشخص او پيدا كړي نو فكر كوم چې د ښاغلي پكتياوال نوم كه راځي هم نو په بېخ كې به وي،هغوى چې شپه او ورځ خوبونه كوي په مليونونه ډالر يې په جيبونو كې خوندي دي خو ښاغلى پكتياوال چې ځان د ټولنې او خلكو پر وړاندې مسوول ګڼي ډېر كم خوب كوي او بيا هم د دا ډول بې ځايه تورونو سره مخامخ كيږي،شك نه شته چې پكتياوال د جنايي جرمونو سره د مبارزې په ډګر كې يو ځليدلى ستورى دى خو ښكاري داسې چې نوموړي ورځپاڼه هم له داسې كسانو سره اړېكې لري چې له يوې خوا په جنايي جرمونو كې لاس لري او له بلې خوا كيداى شي له هغو كړيو سره لاس ولري چې ښاغلي پكتياوال پرې د فعاليت كړۍ محدوده كړيده.

انسان چې دا ډول عدالت او قضاوت ګوري نو رښتيا هم خفه كيږي ،په دې دليل چې د كار خلك تحقير او د درغليو په جال كې راګير خلك تقديريږي ،همدا لامل دى چې خلك ورځې تر ورځې زړه ماتي كيږي او له دولت سره واټن اخلي،داسې به فرض كړو چې يوه مياشت ښاغلى پكتياوال په كابل كې نشته،نو تاسو په ايمان وواياست چې د كابل حالت به د جنايي جرمونو په ډګر كې څه شكل ځان ته واخلي،عجبه يې لا داده چې مركز يې په لندن كې او قضاوت يې په كابل كې ،زما هيله له خپل دولت څخه داده چې د خپلو مامورينو د اوتوريتې او شخصيت د ژغورنې په موخه له دا ډول بې مسووليته ورځپاڼو څخه په جدي ډول پوښتنې وكړي،دا ډول ليكنې نه يوازې دا چې زمونږ د فعالو كسانو شخصيت ته تاوان رسوي بلكې په خپله دولت هم تر پوښتنې لاندې راولي،د ښاغلي پكتياوال په اړه كه هر څومره داسې ليكنې خپرې شي نو ملت پرې قضاوت كوي،كه دا ورځپاڼه رښتيا هم ددې ملت په درد شريكه وي نو د هغو ډالرو پوښتنه دې وكړي چې د كونډې ،يتيم او معيوب په نامه په شخصي اغراضو په مصرف رسيږي،له هيوادوالو هم هيله لرم  چې د عدالت پر بنياد د خپلو هغو اشخاصو ننګه او ملاتړ وكړئ كوم چې په ريښتيني مانا ددې ملت په درد دردمن  ځوريدلي دي،

د ښاغلي پكتياوال د بدنامولو له پاره دا لوبه پلان شوى پروګرام دى چې هم داخلي او هم ځيني خارجې كړۍ پكې شاملې دي،ملت په دې هيله وو چې ښاغلى پكتياوال به د خپلو ښو كارونوپر بنياد ونازول شي او موقف به ېي ور لوړ شي خو اوس په لوى لاس هڅه كيږي چې ښاغلى پكتياوال له صحنې څخه وويستل شي،د ښاغلي پكتياوال له ځايه ګوښه كول به دده په شخصي ژوند باندې دومر اغېز ونه كړي خو د ملت د ژوند په هر اړخ باندې به ډېر منفي اغېز وشيندي،د ښاغلي پكتياوال له پاره دا تر ټولو مهمه خبره ده چې د هر هيواد وال زړه ته يې لار موندلي او همدا لامل دى چې اوس ملت دده په شخصيت باندې د داغ لګولو حوصله نه لري،بيا هم هيله لرم چې د خداى (ج) او ددې مظلوم ملت په خاطر د خپلو شخصيتونو د بدنامولو په مقابل كې د هر چا پر وړاندې كلك ودريږئ ،دا ټولنه او دا هيواد داسې خلكو ته اړتيا لري چې كار ورته وكړي نه دا چې شپه او روځ پرې د خوب ښاپيرۍ ناسته او د ملت له شتمنيو ګټه اخلي.څوك چې په كار پوهيږي كار نه وركول كيږي او څوك چې په كار نه پوهيږي كار ترې خرابيږي،نو د كار د خرابۍ پر ځاى لازم دادي چې كار اهل كار ته وسپارل شي،كار اهل كار ته سپارل په دې مانا نه دي چې يوسړى دې يوازې مسلكي اووسي ،بلكې مهمه داده چې نوموړى شخص څومره د هيواد او خلكو د درد او احساس په ګاڼه سمبال دى ،لوى عالم او پروفيسر دې وي چې هيوادنۍ مينه او احساس ورسره نه وي نو ټولنې او خلكو ته څه په درد خوړلى شي او يا به يې هم له ځان  پرته بل چا ته څه ګټه ورسيږي.

په ټوله هيوادنۍ مينه