کور / تازه خبرونه / پكتيكا: دريو بمي چاودنو لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

پكتيكا: دريو بمي چاودنو لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پكتيكا ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ كې له تېرې شپې راهيسې درې بمي چاودنې شوې چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د پكتيكا ځايي چارواكي وايي، چې نن سهار يو كرولا ډوله موټر،د سړك غاړې په بم وربرابر او په پايله كې يې د يوه ماشوم په ګډون درې  تنه ووژل شول او د يوې ميرمنې په ګډون دوه تنه ټپيان شول.

دويمه چاودنه په يوه لارۍ موټر پسې وه، چې له امله يې دوه سپاره كسان ووژل شول.

او دريمه چاودنه د يوه امنيتي شركت په موټر پسې شوې او څلور تنه يې ټپيان كړي دي.

تر اوسه نه د دې پېښو مسؤوليت چا اخېستى او نه يې هم په تور څوك نېول شوي دي.