کور / تازه خبرونه / خوست: پېنځه تښتول شوي كسان راخلاص شول

خوست: پېنځه تښتول شوي كسان راخلاص شول

په جنوب ختيځو ولايتونو كې د دوه سوه درې تندر قول اردو چارواكي وايي، چې د پوځي عملياتو په پايله كې يې هغه پېنځه تنه راخلاص كړي، چې نېږدې يوه اوونۍ وړاندې تښتول شوي وو.

تښتول شوي كسان د يوه خصوصي ټرانسپورټي شركت كاركوونكي وو او څو ورځې وړاندې د خوست او ګردېز پر لويه لار د ناڅرګندو كسانو له خوا په نامعلوم لوري تښتول شوي وو.

چارواكو ويلي، چې د خلاصون عمليات د همدې لارې په غرنيو سيمو كې شوې، خو نه دي ويل شوي چې هغوى له چا سره وو او څنګه خلاص كړل شول.

ويل كيږي، چې تښتول شوي كسان د هغه ټرانسپورټي شركت كاركوونكي وو، چې له كابله په خوست كې پرتو بهرنيو ځواكونو ته توكي لېږدوي.

دا وړ شركتونه تر ډېره په كابل او د هېواد په شمال كې د پخوانيو قوماندانانو دي، ځكه خو يې كاركوونكي نابلد او په دې سيمه كې په اسانه د تښتونې له پېښو سره مخامخ كيداى شي.