کور / تازه خبرونه / م. م. په ژمی کی د کډوالو راستنېدل ځنډوي

م. م. په ژمی کی د کډوالو راستنېدل ځنډوي

د پاکستان ډېلی ټایمز ورځپاڼی د ملګرو ملتونو د کډوالو د څانګی د مسؤلینو په حواله ولیکل چی د پاکستان څخه د افغان مهاجرینو داوطلبانه ستنېدل د ژمی د رارسېدو په دلیل د څلورو میاشتو لپاره تم کوي . منبع وویل چی په کویټه کی د « بلیلی » څخه او په پېښور کی د « حیات آباد » څخه به د افغان کډوالو د ستنېدو وروستۍ ورځی باالترتیب د اکتوبر ۲۹ او ۳۱ وی او تر دې وروسته به دا بهیر ځنډیږی څو چی د ژمی تر پای ته رسېدو وروسته به د نوي کال په مارچ کی له سره پیلیږی . منبع وویل چی دا د معمول سره سم ژمنۍ وقفه ده ترڅو پدې توګه مشکلات حد اقل او سهولتونه حد اکثر وی .