کور / تازه خبرونه / یوه افغانه نجلۍ یې په امریکا کی مینځه کړې وه

یوه افغانه نجلۍ یې په امریکا کی مینځه کړې وه

سی ان ان د اسوسشیټیډ پریس په حواله خبر ورکوی چی یوه افغانه نجلۍ چی په ۲۰۰۵ کی ۱۳ کلنه وه ، د هغو پنځو افغانانو لخوا د مینځی غوندی استعمالېده چی هغوی امریکا ته ورغوښتې وه ، آن یو نفر خو ناوړه استفاده ورڅخه کوله ، وهله یې او جنسی تیری به یې پر کاوه . دا نجلۍ په افغانستان کی د یو خورا بې وزلي میړه او مېرمني لور ده چی دغو کسانو امریکا ته سپانسر کړې وه . هغوی دا په زوره یو ۳۷ کلن افغان ( محمد عطایی ) ته ور واده کړې وه چی د نجلۍ د ورغوښتونکو دوست دﺉ . یوې ۷۰ کلنی ښځي ( نسیمه یوسف ) دغه نجلۍ د افغانستان څخه راغوښتې وه او د هغې ۸۴ کلن مېړه ( محمد یوسف ) د ایمیګریشن د فورمو په ډکولو کی دا درواغ ویلی وو چی دغه نجلۍ د ده د مېرمني اصلی پخوانۍ لور ده . دوی په جنوبی سیاټل کی اوسیږی . نجلۍ به په هفته کی اقلأ درې ورځی مجبورېده چی د یوسف والو د زوی ۴۲ کلن ( معروف یوسفی ) او د هغه د مېرمنی ۲۹ کلنی ( ناهید یوسفی ) په کور کی چی د واشنګټن په آبرن کی واقع دی د هغوی کالي پریولی ، اولادونه یې وساتی ، خواړه ورپاخه کړی او صفایی یې وکړی . خو څه موده وروسته دا نجلۍ د فلسطینی سامری والو په کومک تښتی او پولیسو ته مراجعه کوی چی پر دې جنسی تیري سوي دي . اوس دا په یو خوندی او نامعلوم ځای کی ساتل کیږی . دې دوه کاله مخکی هم غوښته چی پولیس خبر کړی خو ناهید یوسفی به اخطارونه ورکول . عطایی او بوډا یوسف وال درې واړه د پولیسو په توقیف کی دي خو د بوډاګانو زوی او مږور ( معروف او ناهید ) په ضمانت ایله دي . د دوی محاکمه روانه ده خو نجلۍ د امریکا څخه نه پسی اخیستل کیږی .