ګارډین : دا بمباري ده چی انتقام را پاروی

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 18th, 2008


د انګلستان ګارډین ورځپاڼی په خپل یو راپور کی ولیکل چی امریکا او ناټو په افغانستان کی خپلو هوایی حملو ته زور ورکړی او ګڼ شمېر ملکی افغانان وژني .راپور وایی چی د امریکا لخوا د بې ګناه افغانانو دومره ډېره بمباری او وژل اشتباهی نه بلکی یو حسابی عمل دﺉ او همدا کار مقاومت تحریک او شدید کوی . راپور زیاتوی چی د پوځونو کمښت د دې باعث کیږی چی هوایی بم وري ډېره سی او په بم وری کی د ملکی کسانو وژل تصادفأ نه بلکی قصدأ کیږی . ګارډین په هلمند کی د یو افغان ( اغا لالي ) د زړه آه لیکی چی امریکایانو په بمباری کی د ده نیکه ، انا ، پلار ، درې وروڼه ، څلور خویندی او مېرمن ووژل . اغالالی وایی چی : « ځکه نو که حتی یوازی ۴۰ ورځنی ماشوم هم ژوندی پاته سی ، موږ افغانان به د هغو خلکو سره جنګیږو چی دغسی یې کړو . » ګارډین په پای کی زیاتوی چی بم وري نه بلکی خبری اتری جګړه ګټي .

Copyright Larawbar 2007-2024