کور / خبرتیا او پيغامونه / د وردګو د پرګنو خبرتیا

د وردګو د پرګنو خبرتیا

د ستر څښتن تعالی په نامه


د غاصبو غلو او داړه مارانو د یو بل جنایت په اړه


له هغه وروسته چې د روان 1387 کال د تلې د میاشتې په 20 نیټه د افغان  ولسمشر حامد کرزي له لوري په کابینه کې د یو لړ بدلونونو اعلان وشو یو ځلې بیا د افغانستان ازلي غلیمانو، پخوانیو جنګسالارانو، غلو، داړه مارانو او متعصبو کړیو خپلو زهرجنو تبلیغاتو ته یوه بله شیطاني دروازه پرانیستله او د افغانستان په واقعي خاوندانو پښتنو، پخوانیو اتلانو او قانون جوړونکو  پسې یې بې بنسټه، پراخې او رزیلانه پوچې او سپورې وویلې.


باید وویل شي چې ستمي حلقاتو او د دې خونړۍ شبکې بنسټ ایښودونکي له تیرو دیرشو کلونو را په دې خوا له هیڅ راز جنایت، خیانت، هیوادپلورنې، بیلتون پالنې، وحشت، داړه مارۍ او د افغانستان د مادي او معنوي بنسټونو ورانولو څخه ډه ډه نه ده کړې بلکي په ډیره بې رحمۍ او ناځوانمرادانه توګه او د پردیو د خوشحاله کولو لپاره د افغانستان مادي او معنوي زیربناوې یوه پر بله پسې نړولي دي چې د افغانستان خلکو د سونو کلونو زیار په پایله کې په لاس را وړي وې له بده مرغه چې دغه شیطاني شبکه اوس  خپلو ورانکارو فعالیتونو ته په افغانستان کې دوام ورکوي.


د دې ټلوالې د خاینو کړیو وروستی خیانت د آرمان ملي په نامه د هغه ورځپانې لیکنه ده چې په کابینه کې  د ښاغلي ولسمشر له اعلان سره جوخت یې د (کرزی کودتا کرد) تر عنوان لاندې یوه لیکنه  خپره کړه. نه یوازې دا چې دغه خاینو کړیو نوموړې ښکنځلنامه په خپله منحوسه ورځپاڼه کې خپره کړې بلکي د انټرنیټ په وسیله یې د خپلې بریښناپاڼې له لارې هم خپره کړېده چې ګران لوستونکي یې د لاندې لینک په وسیله پیدا کولی شي.


http://armanemili.af/spip.php?article931


په پورتنۍ ښکځلنامه کې پښتنو او د افغانستان ټولو پخوانیو حاکمانو ته ډیر بد بد نسبت شوی دی او هغوی په دې محکوم کړای شوي دي چې ګواکي په افغانستان کې یې د  نورو قومونو حقوق  تر پښو لاندې کړي دي.
په داسې حال کې چې د افغانستان د اوسني حکومت ترکیب په ریښتنې مانا 98% سلنه د همدې خاینې کړۍ څخه جوړ شوی او له امنیت څخه رانیولي تر پولیسو، ملي اردو، بهرنی سیاست او پارلمان او حتی د اپوزیسیون په نامه غورنګ هم ټول د دوی په لاس کې دی په کابینه کې یې د وروستیو بدلونونو او په تیره بیا د کورنیو چارو له وزارت څخه د مهاجرینو چارو وزارت ته د ښاغلي ضرار احمد مقبل په بدلون سخت خفګان او غبرګون څرګند کړی دی چې پښتنو ته پکې ډیر بد نسبت شوی او په تیره د وروګو میړنی قوم له نوموړ ښکنځلنامې څخه په آمان کې نه دی پاتې شوی. چې تاسو یې د نوموړې انټرنیټي لینک په وسیله مطالعه Ú �ولای شي.


موږ د خپلې لیکنې په ترځ کې دغه مسئلې ته نه تم کیږو چې آیا یو منتخب ولسمشر خپله کابینه څرنګه تشکیلوي او څوک پکې راولي او یا دا چې د ټاکل شوو اشخاصو د کار وړتیا څومره ده؟ دا خبره د چارو پوهانو ته پریږدو چې په دې اړه خپل نظر څرګند کړي خو موږ په دې خبره خپل غبرګون څرګندوو چې ولې په ناڅاپه توګه د وردګو په څیر د یوه لوی، علم خوښونکي، سوله دوست، متدین او په هیواد مین قوم ته سپکاوی کیږي؟ د ملي آرمان ورځپاڼه د خپلې ښکنځلنامې په لړ کې د وردګو په هکله داسې لیکلي دي:


( وزارت دفاع، وزارت اطلاعات و فرهنگ وزارت معارف د دست وردکي ها قرار گرفته است، وردکی ها را همیشه در گذشته محمدزايي ها بصفت پیشکار و یاور خویش استفاده کرده اند. تا هم پشتون باشند و هم قوم کوچکی که از قدرت نتوانند برای تقویه قوم خود کار بگرند. اگر هم کار بگرند کاری از پیش برده نتوانسته و حاکمیت محمدزایی ها را به مخاطره نیندازند. اکنون نیز از همان سیاست عنعنوی کار میگرد و وردکی ها را به همان وظایف شان می گمارند)


زموږ خبره په دې کې نه ده چې ولسمشر څوک وزیران کوي او یا خپله کابینه څرنګه ټاکي خبره په دې کې ده چې د آرمان ملي د ورځپاڼې د امتیاز خاوند میرحید مطهر چې د ستمي ټلوالې یو ستر غل ګڼل کیږي چې د نورو غلو او جنایتونو تر څنګ یې  په شیرپور کې یوه نمره ځمکه هم غصب کړې او بنګله یې پرې جوړه کړې ده د نوموړي دغه ښکنځلنامه غندو، له ملي یووالي سره یې په تضاد کې ګڼو او د بهرنیانو د هغو لاسوهنو یوه منظمه حلقه یې ګڼو چې غواړي د افغانستان وروڼه ملتونه په خپلو کې سره و جنګوي او اختلافاتو ته لمنه ووهي. د وردګو په  هکله لاندې ټکي د ګرانو لوستونکو مخې ته ږده:


لومړی: وردګ تل په خپل زیار، پوهه، تجربه، ریښتینولۍ او صداقت سره پر مخ تللي دي، هیڅ ښار یې نه دی چور کړی، هیڅ دولتي او یا شخصي تاسیسات یې نه دي وران کړي، په داسې جګړه او خیانت کې یې ګډون نه دی کړی چې هیواد یې په نورو پلورلی او د یوې سترې غمیزې تل ته یې ور غوزار کړی وي بلکي، په خپل علم، شهامت او میړانې او سرلوړۍ سره یې د هیواد د قانون جوړولو او قانون ساتلو په بهیر کې ونډه اخیستې او د اتلولۍ مقامونو ته رسیدلي دي.
دویم: وردګو هیڅکله په زور، سرتمبه ګۍ، لیونتوب، جګړو او وژنو او له غیرقانوني لارو څخه د قدرت د نیولو هڅه نه ده کړې بلکي د تل لپاره په ډیر ویاړ او افتخار سره د خپلو ذهني او کاري وړتیاو د اثبات او اغیزمن مدیریت له مخې پر مخ تللي او د وخت حکامو پرې داسې باور څرګند کړی دی چې تاریخ یې د ګڼو شهکاریو شاهد دي.
دریم: د وردګو مخکښانو د تاریخ په اوږدو کې خپلې خاورې ته ثابته کړې ده چې دوی معامله ګر، پردي پالي او خاینان نه دي او تل یې په صداقت او ریښتنولۍ سره خپلې دندې پر مخ بیولې او د هیواد د ویاړ  په هسکو پوړیو کې یې د خپل ځان لپاره مقام موندلی دی.


که چیرې افغانستان او د هغه میشت قومونه غواړي چې په رښتیا هم داسې یوه ټولنه جوړه کړي چې د قانون تر پلوشو لاندې خپل ویاړمن ژوند ته دوام ورکړي نو له هغه چا څخه دې الهام واخلي چې دغه راز بنسټونو ته کار کوي او وردګو د خپلو نوور افغانانو وروڼو او خویندو  په همکارۍ  تل د داسې بنسټونو د لاسته راوړلو لپاره علمي او عملي هڅې کړې دي چې په حاکمو نظامونو کې د خپل وړتیا له مخې لوړو پوستونو ته رسیدلي دي.
موږ پوره باور لرو چې د افغانستان په شمول د نړۍ هر متخب ولسمشر حق لري چې د لازمې وړتیا له مخې حتی  د یوې کورنۍ څخه خپله کابینه تشکیل کړي او په یوه هیواد کې باید یوازې وړتیا او قانوني بنسټونه د یوې دیموکراتیکې ټولنې د جوړولو او اشخاصو د ټاکلو په لاره کې د معیار په توګه و پیژندل شي. په آخر کې له ټولو هیوادوالو او پتمنو افغانانو هیله کوو چې د جنګسالارانو، غلو او خاینانو د دغه راز خيانت په مقابل کې غلي پاتې نه شي او د موجوده امکاناتو په وسیله په دې هکله خپله ملي دنده ادا کړي.