کور / تازه خبرونه / طالبانو د لسگونو کسانو سرونه پريکړل

طالبانو د لسگونو کسانو سرونه پريکړل

دافغانستان په سويل کې وسله والو طالبانو له نژدې ديرشو هغو کسانو سرونه پرکړل چې هغوى وايي د امنيتي ځواکونو غړي وو. افغان چارواکي وايي ددغه کسان عام وگړي دي  او هلمند ته د کار لپاره تللي وو . چارواکي وايي د يو شمير دغو کسانو جسدونه يې موندلي او د پيښې په اړه نوې پلټنې رواني دي . دغه کسان څو ورځي وړاندې د کندهار د ميوند په ولسوالۍ کې  له يوه لوى بس څخه کوز کړل شول . ويل کيږي چې د وژل شويو نيمايي دافغانستان د ختيځو ولايتونو اوسېدونکي دي