کور / تازه خبرونه / دولت: طالبانو ۴۰ مسافر ووژل، طالبان وايي هغوى عسكر ول

دولت: طالبانو ۴۰ مسافر ووژل، طالبان وايي هغوى عسكر ول

 
نړيوالو رسنيو د يكشنبې په ورځ د افغان پوليسو له خولې خبر وركړ چي طالبانو د هرات او كندهار پر لويه لار د څلوېښتو په شاوخوا كي كسان وژلي دي.
پوليس وايي طالبانو تېره اونۍد ميوند په ولسوالي كي يو بس موټر له سړك څخه تښتولى او وروسته يې پكښي ناست كسان ټول وژلي دي.
خو د فرانس پريس آژانس د طالبانو د يوه نطاق له خولې چي نوم يې نه دئ اخيستى يوازي د ۲۷ كسانو وژل تائېدوي، چي د طالبانو په وينا د افغان ملي پوځ عسكر ول.