د کابل دهوايي ډگر خدماتي چارې اوږدې شوې
دافغانستان د ټرانسپورټ وزير حميد الله قادري يوه خبري کنفرانس ته وويل چې د کابل د هوايي ډگر خدمات له ٩ ساعتونو څخه ديارلس يا ان څوارلس ساعتونو ته په ورځ کې اوږديږي ، مانا داچې اوس به د شپې تر لسو بجو پورې له کابل هوايي ډگره الوتنې کيږي او کار کونکي به پکې د شپې تر ناوخته کار کوي .
وزير قادري وايي په يوه مياشت کې به دغه خدمات په ورځ کې ٢٤ ساعتونو ته لوړ شي .دا دافغانستان د هوايي چلند په پنځوس کلن تاريخ کې لومړۍ ځل دى چې د کابل په هوايي ډگر کې ورځني خدمات دومره اوږيديږي . دا چاره دافغانستان د هوايي چلند په چارو کې لوى برياليتوب بلل کيږي . تر دې وروسته به له افغانستان بهر ته تلونکي او يا کورته راتلونکي مسافر ټوله شپه کولى شي ددغه هوايي ډگر له خدماتو گټه واخلي او خپل توکي وليږدوي يا را وليږدوي .